Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 2

‫د الجورد الر؛ ارزښت او ګټې یې| سید عبدهللا پاچا‬

‫د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ‪۲۲‬مه نېټه د الجورد الر پرانیستل کیږي‪ ،‬دا الر د افغانستان له هرات‬
‫والیت پيل کیږي‪ ،‬د اقینه او تورغونډۍ د بندرونو څخه به توکي د ترکمنستان‪ ،‬ازربایجان‪ ،‬ګرجستان او‬
‫ترکيې له الرې اروپا ته رسیږي‪.‬‬

‫د الجورد د الرې هوکړه تېر کال د عقرب په میاشت کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له‬
‫لوري السلیک شوې وه‪ ،‬د دې الرې ګټه یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولو هغو هېوادونو ته ده چې په دې‬
‫الره کې شامل دي‪.‬‬

‫د دې الرې له درکه به د افغانستان سوداګري او صادرات زیات شي اوورسره به د بهرنیو سوداګرو پام‬
‫هم افغانستان ته راوګرځي چې افغانستان به د دې الرې له ټرانزیټ زیات عواید هم ترالسه کوي‪.‬‬

‫د دې الرې له پرانیستو او سوداګرۍ په پيل سره به د افغاني تولیداتو او حاصالتو بازار اروپا کې پيدا‬
‫شي او هغه مشکل به کم شي چې هر کله ویل کیږي چې افغان محصوالت او تولیدات بازار نه لري‪.‬‬

‫اصل کې افغاني تولیدات محصوالت تر بل هر هېواد زیات بازار لري‪ ،‬خو بازار ته یې الر نه وه‪ ،‬په دې‬
‫الرې سره به د افغان توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي‪.‬‬

‫د الجورد الرې هوکړه لیک عملي کول افغانستان ته د صادراتي توکو لپاره یوه مهمه ټرانزیټي الر په‬
‫واک کې ورکوي او افغان حکومت کار کوي له دې الرې په ګټنې د ټرانزیټ لګښت او وخت راکم کړي‪.‬‬

‫د الجورد الر د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اسانولو کې مهم رول لري او په دې سره افغان سوداګر کولی‬
‫شي د تیر له سازمان هم پوره ګټه پورته کړي‪ ،‬افغانستان د تیر سازمان یا نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب‬
‫لري‪ ،‬خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره الرې نه وې‪ ،‬په دې سازمان کې د افغان سوداګرو‬
‫ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه‪.‬‬

‫په دې الر سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري‪ ،‬ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا موموي او په دې‬
‫الر کې د ال ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان بحر ته الر پيدا کړي‪.‬‬

‫دا الر د افغانستان کارګو ته هم ال ډيرې اسانتیاوې برابروي او کوم هېوادونه چې د دې الرې غړیتوب‬
‫لري له افغانستان سره یې سوداګري پراخیږي‪.‬‬

‫له دې سره یو ځای د دغې الرې له برکته افغانستان او افغان سوداګر کولی شي‪ ،‬د نور هېوادونو له ریل‬
‫ګاډو او کښتیو هم استفاده وکړي‪.‬‬

‫د الجور په الر به باکیفیته او باارزښته تولیدات د اروپا او مدیتراني حوزوي بازارونو ته الر پيدا کړي او‬
‫د دې بازارونو له الرې کوالی شي‪ ،‬نور بازارونه هم خپل کړي‪.‬‬
‫دا الر کوالی شي افغانستان د اسیا په څلور الرې بدل کړي او په اوږد مهال کې به یې ګټې د افغانستان‬
‫لپاره ډیرې زیاتې وي‪.‬‬

‫د الجورد الرې د هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي ډیپلوماسي په ډاګه کوي‬
‫او دا الر کوالی شي افغانستان د سیمې په کچه او نړیوالو تعامالتو کې په پوره قوت داخل کړي‪.‬‬

‫نو په ټوله کې ویلی شوی چې د الجود الر اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ستر ګام دی چې کوالی شي‬
‫افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ له انحصار خالص کړي او له څو هېوادونو سره په مشترکه پروژه کې‬
‫ال ډيرې ګټې وکړي‬

You might also like