Professional Documents
Culture Documents
د لاجورد لار؛ ارزښت او ګټې یې
د لاجورد لار؛ ارزښت او ګټې یې
د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د الجورد الر پرانیستل کیږي ،دا الر د افغانستان له هرات
والیت پيل کیږي ،د اقینه او تورغونډۍ د بندرونو څخه به توکي د ترکمنستان ،ازربایجان ،ګرجستان او
ترکيې له الرې اروپا ته رسیږي.
د الجورد د الرې هوکړه تېر کال د عقرب په میاشت کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له
لوري السلیک شوې وه ،د دې الرې ګټه یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولو هغو هېوادونو ته ده چې په دې
الره کې شامل دي.
د دې الرې له درکه به د افغانستان سوداګري او صادرات زیات شي اوورسره به د بهرنیو سوداګرو پام
هم افغانستان ته راوګرځي چې افغانستان به د دې الرې له ټرانزیټ زیات عواید هم ترالسه کوي.
د دې الرې له پرانیستو او سوداګرۍ په پيل سره به د افغاني تولیداتو او حاصالتو بازار اروپا کې پيدا
شي او هغه مشکل به کم شي چې هر کله ویل کیږي چې افغان محصوالت او تولیدات بازار نه لري.
اصل کې افغاني تولیدات محصوالت تر بل هر هېواد زیات بازار لري ،خو بازار ته یې الر نه وه ،په دې
الرې سره به د افغان توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي.
د الجورد الرې هوکړه لیک عملي کول افغانستان ته د صادراتي توکو لپاره یوه مهمه ټرانزیټي الر په
واک کې ورکوي او افغان حکومت کار کوي له دې الرې په ګټنې د ټرانزیټ لګښت او وخت راکم کړي.
د الجورد الر د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اسانولو کې مهم رول لري او په دې سره افغان سوداګر کولی
شي د تیر له سازمان هم پوره ګټه پورته کړي ،افغانستان د تیر سازمان یا نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب
لري ،خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره الرې نه وې ،په دې سازمان کې د افغان سوداګرو
ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه.
په دې الر سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري ،ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا موموي او په دې
الر کې د ال ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان بحر ته الر پيدا کړي.
دا الر د افغانستان کارګو ته هم ال ډيرې اسانتیاوې برابروي او کوم هېوادونه چې د دې الرې غړیتوب
لري له افغانستان سره یې سوداګري پراخیږي.
له دې سره یو ځای د دغې الرې له برکته افغانستان او افغان سوداګر کولی شي ،د نور هېوادونو له ریل
ګاډو او کښتیو هم استفاده وکړي.
د الجور په الر به باکیفیته او باارزښته تولیدات د اروپا او مدیتراني حوزوي بازارونو ته الر پيدا کړي او
د دې بازارونو له الرې کوالی شي ،نور بازارونه هم خپل کړي.
دا الر کوالی شي افغانستان د اسیا په څلور الرې بدل کړي او په اوږد مهال کې به یې ګټې د افغانستان
لپاره ډیرې زیاتې وي.
د الجورد الرې د هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي ډیپلوماسي په ډاګه کوي
او دا الر کوالی شي افغانستان د سیمې په کچه او نړیوالو تعامالتو کې په پوره قوت داخل کړي.
نو په ټوله کې ویلی شوی چې د الجود الر اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ستر ګام دی چې کوالی شي
افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ له انحصار خالص کړي او له څو هېوادونو سره په مشترکه پروژه کې
ال ډيرې ګټې وکړي