Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 7

‫الجورد الر؛ افغانستان له کراچۍ بندر پرته نړۍ سره نښلول کېږي‬

‫غزا نوربي بي سي‬

‫د الجورد الر نقشه‪ARGImage caption‬د انځور حقوق‬

‫افغان ولسمشر نن د ډیسمبر پر ‪ ۱۳‬هرات کې الجورد الر پرانیسغونډه کې وویل‪ ،‬د دې الرې‬
‫پرانیستل په دې مانا نه دي چې سوېلي اسیا سره الرې بندې شي‪ ،‬بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا‬
‫‪.‬له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو‬

‫له دې مخکې تر ډېره افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له الرې له نورې نړۍ سره ټرانزېټ‬
‫‪.‬سوداګري درلوده‬

‫خو اشرف غني دې غونډې ته وینا کې وویل‪ ،‬درې یا څلور کاله مخکې خلکو ګواښلو چې که دا یا‬
‫‪.‬هغه سړک بند کړو له لوږې به مړه شئ‪ ،‬خو اوس افغانستان نښلېدلی دی‬

‫موږ بېلتون نه غواړو‪ ،‬اړیکي او همکاري غواړو‪ .‬دا الر چې پرانیستله شوه‪ ،‬په دې مانا نه دي"‬
‫چې سوېلي اسیا سره الرې بندې شي‪ ،‬بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره‬
‫‪".‬ونښلوو‬
‫ښکاريده چې د ولسمشر اشاره پاکستان ته ده‪ .‬ځکه چې له پاکستان سره په ټرانزيټي برخه کې د‬
‫ستونزو پر وخت الرې تړل کېدې او د افغان سوداګرو مالونه به په کراچۍ بندر کې په میاشتو‬
‫‪.‬میاشتو پاتې وو‬
‫اروپا ته د افغانستان پر الره هوکړه وشوه *‬
‫د الجوردو الره افغانستان تر کومه رسولی شي؟ *‬

‫ولسمشر غني په ازمایښتتي ډول د لسو موټرو د لېږد په مهال افغان رسنیو ته وویل‪ ،‬چې افغانستان‬
‫‪:‬د سیمې څلور الرې ده‬

‫‪".‬د الجورد په څېر به لسګونو نورې الرې ووینئ او دا وطن به په پښو درېږي"‬

‫افغانستان الجور الر سره په نوې او ارزانه الر خپل توکي تر منځني ختیځ‪ ،‬اروپا او افریقا رسولی‬
‫‪.‬شي‬

‫افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل‪ ،‬چې د دې الرې سره به افغانستان ‪ ۸۰‬سلنه‬
‫‪.‬صادرات او واردات له اروپا سره ولري‬

‫د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګري اسانتیاوو لوی مشر ډاکټر سید یحیا اخالقي بي بي سي ته‬
‫‪:‬وویل‪ ،‬د الجور الر پرانیستلو سره افغانستان د څلورو هېواونو له الرې اروپا سره نښلي‬

‫‪".‬د افغانستان بهرنۍ سوداګري پراخوي او بهرنۍ سوداګرۍ کې انډول راولي"‬

‫د الرې پرانیستلو په وخت لس افغان الرۍ د ترکیې په لور وخوځېدې‪ ،‬چې د چارواکو په وینا ‪۸۳‬‬
‫‪.‬ټنه مالوچ‪ ۲۳ ،‬ټنه ممیز‪ ۲۶ ،‬ټنه د هندواڼې زړې او ‪ ۲،۵‬ټنه کونځلې پکې دي‬

‫د الجورد الر تړون‬


‫اشرف غني وايي‪ ،‬دا ډول په لسګونو نورې الرې به‪ARGImage caption‬د انځور حقوق‬
‫پرانیځي‬

‫الجورد الر د افغانستان له د منځنۍ اسيا د هېوادونو په منځ تېرېږي او د ترکيې له الرې ازادو‬
‫‪.‬اوبو ته رسېږي‬

‫د دې الرې تړون د ‪ ۲۰۱۷‬کال نومبر پر ‪ ۱۵‬د افغانستان‪ ،‬ترکمنستان‪ ،‬ګورجستان‪،‬ازربایجان او‬


‫‪.‬ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو په عشق اباد کی السلیک کړ‬
‫د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې‪ :‬د چا ګټه او د چا تاوان؟ *‬
‫'اروپا ته د الجوردو له الرې ‪ ٪۸۰‬افغان صادرات او واردات' *‬

‫د الجوردو الر د افغانستان د هرات له تور غونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د‬
‫‪.‬ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي‬
‫دغه الر له ترکمنستان‪ ،‬ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو‬
‫‪.‬افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوي‬

‫له کراچۍ بندر څه ښېګڼې لري؟‬


‫د ‪ ۲۰۱۷‬کال نومبر پر ‪ ۱۵‬د الجورد الرې هېوادونو دا‪MFAImage caption‬د انځور حقوق‬
‫‪.‬تړون السلیک کړ‬

‫افغانستان چې سمندر ته الر نه لري تېر کې یې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډېره د‬
‫‪.‬پاکستان کر او ايران بندرونه کارول‬

‫افغانستان له ګاونډيو په ځانګړي ډول له پاکستان سره په ترانزيتي برخه کې ستونزې لري او ځينې‬
‫‪.‬وخت د افغان سوداګرو مالونه په مياشتو مياشتو کراچۍ بندر کې ايسار وي‬

‫کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو‬
‫‪.‬لپاره نورې الرې ولټوي‪ ،‬او وروسته له دې به يې تکيه د الجوردو پر الر وي‬

‫افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل‪ ،‬چې د دې الرې سره به افغانستان ‪ ۸۰‬سلنه‬
‫‪.‬صادرات او واردات له اروپا سره ولري‬

‫ویل کېږي افغان سوداګر د کراچۍ پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي له دې الرې‬
‫‪.‬لېږدولی شي‬

‫چارواکی وایی د کراچۍ د بندر پر تله‪ ،‬له دی الری اروپا ته د صادراتي توکو د لیږدولو چاره به‬
‫‪.‬درې یا څلور ورځې کم وخت اخلي‬

‫دا راز هره الرۍ به د کراچۍ د بندر پر تله‪ ،‬له دې الرې په دوه نیم یا درې زره ډالره کم لګښت‬
‫‪.‬رسیږي‬

‫ولې الجورد نومېږي؟‬


‫افغان چارواکي وايي نږدې دوه زره کاله وړاندې هم د بدخشان الجورد له دې‪Image caption‬‬
‫‪.‬الرې اروپا ته رسېدل ځکه دا نوم ور کړل شوی دی‬

‫اشرف غني د الجورد الر غونډې ته وینا کې دا هم وویل‪ ،‬چې ولې دې الرې ته الجورد نوم ور‬
‫‪.‬کړل شوی دی‬

‫‪:‬د هغه په خبره‪ ،‬الجورد الر څلور زره کاله پخوا ایجاده شوې وه‬

‫څلور زره کاله مخکې د بدخشان الجورد له دې الرې مصر او هندوستان ته تلل او د ورېښمو الر"‬
‫‪".‬دوه زره کاله مخکې جوړه شوه‬
‫افغان چارواکي وايي‪ ،‬لرغونې الجورد سره د افغانستان الجورد او نورې ګرانبیه ډبرې اروپا‪،‬‬
‫‪.‬روسیې او د افریقا شمال ته هم لېږدېدلې‬

‫د ارګ وېبپاڼې د یوې ویډیو خپرولو سره وايي‪ ،‬د دې الر بیارغول افغانستان او سوېلي اسیا په لنډه‬
‫‪.‬او ارځانه الر له اروپا‪ ،‬منځني ختیځ او افریقا له شمال سره نښلوي‬

‫چارواکي دا هم وايي‪ ،‬چې د الرې په اوږدو کې د ټولو ټرانیزيټي اسانتیاوو لپاره پټلۍ او نوي‬
‫‪.‬بندرونه جوړېږي‬

‫د ارګ د ویډیو له مخې‪ ،‬الجورد الرې سره د افغانستان لپاره ټرانزیتي الرې زیاتېږي‪ ،‬ټرانیزیټ‬
‫‪.‬لګښت او وخت کمېږي‪ ،‬ګمرکي خنډونه او تعرفې له مڼځه وړل کېږي‬

‫د افغانستان د صادراتو لپاره نوي بازارونه پرانیستل کېږي او په کم قېمت د باکیفته توکو واردولو‬
‫‪.‬ته فرصتونو برابرېږي‬

‫‪.‬دا الر رغول د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور الرې د افغانستان بدلولو کې مهم ګام دی‬

‫کاري اسانتیاوې‬

‫په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي‪ ،‬الجورد الر به د سیمې او هېوادو په‬
‫کچه د ګټو ترڅنګ د افغانستان لویدیځې حوزې ته هم د اقتصاد له پلوه ځانګړې ګټه ورسوې ځکه‬
‫‪.‬په ټرانزیټي چارو کې به خلکو ته د کار زمینه پيدا شي‬

‫ویل کیږی افغانستان عمال له دې الرې د ګټی اخستنی امکانات لري خو په افغانستان کې د ننه د دې‬
‫الرې سره د پټلۍ او نورو سړکونو د نښلولو لپاره به دوه ملیارده ډالرو ته په اوږد مهال کې اړتیا‬
‫‪.‬وي‬

‫د الجوردو الر ‪۲۰۰۰‬کاله تاريخی مخينه لري چې‪ ،‬پخوا پدې الر افغانستان الجورد او نورې‬
‫‪.‬قيمتې ډبرې روسيې ‪،‬قفقاز‪،‬بالکان‪ ،‬شمالی افریقا او اروپايې هيوادونو ته وړل کيدې‬
‫پدې ورستيو کې د ګاونډيو هيوادونو ترانزيتي او سوداګريز فشارونوله کبله چې هیواد او هيوادولو‬
‫ته يې لوړ تاوانونه واړول نو افغانستان د بدیلو الرو په لټه کې شو‪ ،‬د افغانستان د بهرنيو چارو‬
‫وزارت د الجوردو الر طرحه جوړه کړه چې د ښکیلو هيوادونو(ترکمنستان‪،‬اذربايجان‪،‬ګرجستان او‬
‫‪.‬ترکيه) لخوا يې تود هرکلې وشو‬
‫دا الر د افغانستان د هرات واليت د تورغنډۍ بندر څخه پيل او ترکمنستان ته رسيږي او د کسپين‬
‫بحيرې څخه وروسته د ادزبايجان هيواد‪،‬ګرجستان هيواد او بيا د ترکيې هیواد استنبول ته رسيږې او‬
‫‪.‬د اروپا سره نښلیږي‬
‫دا الر په حقيقت کې سهيلي اسيا سره د الرې بندولو په معنی نه ده بلکي هدف تري سهيلې اسیا د‬
‫‪.‬منځنۍ اسيا او د اروپايې هیوادونو سره نښلول دي‬
‫د افغانستان‪،‬منځنۍ اسیا‪،‬بالکان‪،‬قففاز او مرکزي اروپا ترمنځ د توکو ليږد راليږد مناسبه الره ده‬
‫چې‪ ،‬خوشبختانه د ولسمشر اشرف غنې لخوا په هرات واليت تورغندۍ بندر کې رسما افتتاح شوه‬
‫‪.‬چې د افغانستان د پاره ډيرې مزایاوې لرې په لنډ دول ورته اشاره کوم‬
‫‪.‬د ګاونډيو هيوادونو د فشارونو څخه خالصون –‬
‫‪.‬سوداګريزتعرفو او ترانزيتي خنډونه له منځه تلل –‬
‫‪.‬هيوادوالو ته د کار زمینه برابريدل –‬
‫‪.‬بهرنيو پانګوالو پانګه اچونه –‬
‫‪.‬د توليد زياتيدل –‬
‫‪.‬افغانستان توکو لپاره نړيوال مارکيټ پيدا کيدل –‬
‫‪.‬د ضرورت وړ توکې په ارزانه بيعه راواردول –‬

‫‪.‬افغانستان داسيا ترانزيتی‪ ،‬سوداګريزی او ترانسپورتې څلور الرې باندي بدليدل –‬

‫د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ‪۲۲‬مه نېټه د الجورد الر پرانیستل کیږي‪ ،‬دا الر د‬
‫افغانستان له هرات والیت پيل کیږي‪ ،‬د اقینه او تورغونډۍ د بندرونو څخه به توکي د‬
‫ترکمنستان‪ ،‬ازربایجان‪ ،‬ګرجستان او ترکيې له الرې اروپا ته رسیږي‪.‬‬

‫د الجورد د الرې هوکړه تېر کال د عقرب په میاشت کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو‬
‫وزیران له لوري السلیک شوې وه‪ ،‬د دې الرې ګټه یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولو‬
‫هغو هېوادونو ته ده چې په دې الره کې شامل دي‪.‬‬

‫د دې الرې له درکه به د افغانستان سوداګري او صادرات زیات شي اوورسره به د‬


‫بهرنیو سوداګرو پام هم افغانستان ته راوګرځي چې افغانستان به د دې الرې له ټرانزیټ‬
‫زیات عواید هم ترالسه کوي‪.‬‬

‫د دې الرې له پرانیستو او سوداګرۍ په پيل سره به د افغاني تولیداتو او حاصالتو بازار‬


‫اروپا کې پيدا شي او هغه مشکل به کم شي چې هر کله ویل کیږي چې افغان محصوالت‬
‫او تولیدات بازار نه لري‪.‬‬

‫اصل کې افغاني تولیدات محصوالت تر بل هر هېواد زیات بازار لري‪ ،‬خو بازار ته یې‬
‫الر نه وه‪ ،‬په دې الرې سره به د افغان توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي‪.‬‬
‫د الجورد الرې هوکړه لیک عملي کول افغانستان ته د صادراتي توکو لپاره یوه مهمه‬
‫ټرانزیټي الر په واک کې ورکوي او افغان حکومت کار کوي له دې الرې په ګټنې د‬
‫ټرانزیټ لګښت او وخت راکم کړي‪.‬‬

‫د الجورد الر د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اسانولو کې مهم رول لري او په دې سره افغان‬
‫سوداګر کولی شي د تیر له سازمان هم پوره ګټه پورته کړي‪ ،‬افغانستان د تیر سازمان یا‬
‫نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب لري‪ ،‬خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره الرې‬
‫نه وې‪ ،‬په دې سازمان کې د افغان سوداګرو ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه‪.‬‬

‫په دې الر سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري‪ ،‬ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا‬
‫موموي او په دې الر کې د ال ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان‬
‫بحر ته الر پيدا کړي‪.‬‬

‫دا الر د افغانستان کارګو ته هم ال ډيرې اسانتیاوې برابروي او کوم هېوادونه چې د دې‬
‫الرې غړیتوب لري له افغانستان سره یې سوداګري پراخیږي‪.‬‬

‫له دې سره یو ځای د دغې الرې له برکته افغانستان او افغان سوداګر کولی شي‪ ،‬د نور‬
‫هېوادونو له ریل ګاډو او کښتیو هم استفاده وکړي‪.‬‬

‫د الجور په الر به باکیفیته او باارزښته تولیدات د اروپا او مدیتراني حوزوي بازارونو ته‬
‫الر پيدا کړي او د دې بازارونو له الرې کوالی شي‪ ،‬نور بازارونه هم خپل کړي‪.‬‬

‫دا الر کوالی شي افغانستان د اسیا په څلور الرې بدل کړي او په اوږد مهال کې به یې‬
‫ګټې د افغانستان لپاره ډیرې زیاتې وي‪.‬‬

‫د الجورد الرې د هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي‬
‫ډیپلوماسي په ډاګه کوي او دا الر کوالی شي افغانستان د سیمې په کچه او نړیوالو‬
‫تعامالتو کې په پوره قوت داخل کړي‪.‬‬

‫نو په ټوله کې ویلی شوی چې د الجود الر اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ستر ګام دی‬
‫چې کوالی شي افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ له انحصار خالص کړي او له څو‬
‫هېوادونو سره په مشترکه پروژه کې ال ډيرې ګټې وکړي‬

‫‪:‬ماخذونه‬
http://www.taand.com/archives/117204
https://www.google.com/search?ei=
http://www.acci.org.af/pa/home/38-news/527-n.html

You might also like