Professional Documents
Culture Documents
د لاجوردو لار
د لاجوردو لار
د لاجوردو لار
افغان ولسمشر نن د ډیسمبر پر ۱۳هرات کې الجورد الر پرانیسغونډه کې وویل ،د دې الرې
پرانیستل په دې مانا نه دي چې سوېلي اسیا سره الرې بندې شي ،بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا
.له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو
له دې مخکې تر ډېره افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له الرې له نورې نړۍ سره ټرانزېټ
.سوداګري درلوده
خو اشرف غني دې غونډې ته وینا کې وویل ،درې یا څلور کاله مخکې خلکو ګواښلو چې که دا یا
.هغه سړک بند کړو له لوږې به مړه شئ ،خو اوس افغانستان نښلېدلی دی
موږ بېلتون نه غواړو ،اړیکي او همکاري غواړو .دا الر چې پرانیستله شوه ،په دې مانا نه دي"
چې سوېلي اسیا سره الرې بندې شي ،بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره
".ونښلوو
ښکاريده چې د ولسمشر اشاره پاکستان ته ده .ځکه چې له پاکستان سره په ټرانزيټي برخه کې د
ستونزو پر وخت الرې تړل کېدې او د افغان سوداګرو مالونه به په کراچۍ بندر کې په میاشتو
.میاشتو پاتې وو
اروپا ته د افغانستان پر الره هوکړه وشوه *
د الجوردو الره افغانستان تر کومه رسولی شي؟ *
ولسمشر غني په ازمایښتتي ډول د لسو موټرو د لېږد په مهال افغان رسنیو ته وویل ،چې افغانستان
:د سیمې څلور الرې ده
".د الجورد په څېر به لسګونو نورې الرې ووینئ او دا وطن به په پښو درېږي"
افغانستان الجور الر سره په نوې او ارزانه الر خپل توکي تر منځني ختیځ ،اروپا او افریقا رسولی
.شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل ،چې د دې الرې سره به افغانستان ۸۰سلنه
.صادرات او واردات له اروپا سره ولري
د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګري اسانتیاوو لوی مشر ډاکټر سید یحیا اخالقي بي بي سي ته
:وویل ،د الجور الر پرانیستلو سره افغانستان د څلورو هېواونو له الرې اروپا سره نښلي
د الرې پرانیستلو په وخت لس افغان الرۍ د ترکیې په لور وخوځېدې ،چې د چارواکو په وینا ۸۳
.ټنه مالوچ ۲۳ ،ټنه ممیز ۲۶ ،ټنه د هندواڼې زړې او ۲،۵ټنه کونځلې پکې دي
الجورد الر د افغانستان له د منځنۍ اسيا د هېوادونو په منځ تېرېږي او د ترکيې له الرې ازادو
.اوبو ته رسېږي
د الجوردو الر د افغانستان د هرات له تور غونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د
.ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي
دغه الر له ترکمنستان ،ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو
.افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوي
افغانستان چې سمندر ته الر نه لري تېر کې یې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډېره د
.پاکستان کر او ايران بندرونه کارول
افغانستان له ګاونډيو په ځانګړي ډول له پاکستان سره په ترانزيتي برخه کې ستونزې لري او ځينې
.وخت د افغان سوداګرو مالونه په مياشتو مياشتو کراچۍ بندر کې ايسار وي
کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو
.لپاره نورې الرې ولټوي ،او وروسته له دې به يې تکيه د الجوردو پر الر وي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل ،چې د دې الرې سره به افغانستان ۸۰سلنه
.صادرات او واردات له اروپا سره ولري
ویل کېږي افغان سوداګر د کراچۍ پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي له دې الرې
.لېږدولی شي
چارواکی وایی د کراچۍ د بندر پر تله ،له دی الری اروپا ته د صادراتي توکو د لیږدولو چاره به
.درې یا څلور ورځې کم وخت اخلي
دا راز هره الرۍ به د کراچۍ د بندر پر تله ،له دې الرې په دوه نیم یا درې زره ډالره کم لګښت
.رسیږي
اشرف غني د الجورد الر غونډې ته وینا کې دا هم وویل ،چې ولې دې الرې ته الجورد نوم ور
.کړل شوی دی
:د هغه په خبره ،الجورد الر څلور زره کاله پخوا ایجاده شوې وه
څلور زره کاله مخکې د بدخشان الجورد له دې الرې مصر او هندوستان ته تلل او د ورېښمو الر"
".دوه زره کاله مخکې جوړه شوه
افغان چارواکي وايي ،لرغونې الجورد سره د افغانستان الجورد او نورې ګرانبیه ډبرې اروپا،
.روسیې او د افریقا شمال ته هم لېږدېدلې
د ارګ وېبپاڼې د یوې ویډیو خپرولو سره وايي ،د دې الر بیارغول افغانستان او سوېلي اسیا په لنډه
.او ارځانه الر له اروپا ،منځني ختیځ او افریقا له شمال سره نښلوي
چارواکي دا هم وايي ،چې د الرې په اوږدو کې د ټولو ټرانیزيټي اسانتیاوو لپاره پټلۍ او نوي
.بندرونه جوړېږي
د ارګ د ویډیو له مخې ،الجورد الرې سره د افغانستان لپاره ټرانزیتي الرې زیاتېږي ،ټرانیزیټ
.لګښت او وخت کمېږي ،ګمرکي خنډونه او تعرفې له مڼځه وړل کېږي
د افغانستان د صادراتو لپاره نوي بازارونه پرانیستل کېږي او په کم قېمت د باکیفته توکو واردولو
.ته فرصتونو برابرېږي
.دا الر رغول د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور الرې د افغانستان بدلولو کې مهم ګام دی
کاري اسانتیاوې
په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي ،الجورد الر به د سیمې او هېوادو په
کچه د ګټو ترڅنګ د افغانستان لویدیځې حوزې ته هم د اقتصاد له پلوه ځانګړې ګټه ورسوې ځکه
.په ټرانزیټي چارو کې به خلکو ته د کار زمینه پيدا شي
ویل کیږی افغانستان عمال له دې الرې د ګټی اخستنی امکانات لري خو په افغانستان کې د ننه د دې
الرې سره د پټلۍ او نورو سړکونو د نښلولو لپاره به دوه ملیارده ډالرو ته په اوږد مهال کې اړتیا
.وي
د الجوردو الر ۲۰۰۰کاله تاريخی مخينه لري چې ،پخوا پدې الر افغانستان الجورد او نورې
.قيمتې ډبرې روسيې ،قفقاز،بالکان ،شمالی افریقا او اروپايې هيوادونو ته وړل کيدې
پدې ورستيو کې د ګاونډيو هيوادونو ترانزيتي او سوداګريز فشارونوله کبله چې هیواد او هيوادولو
ته يې لوړ تاوانونه واړول نو افغانستان د بدیلو الرو په لټه کې شو ،د افغانستان د بهرنيو چارو
وزارت د الجوردو الر طرحه جوړه کړه چې د ښکیلو هيوادونو(ترکمنستان،اذربايجان،ګرجستان او
.ترکيه) لخوا يې تود هرکلې وشو
دا الر د افغانستان د هرات واليت د تورغنډۍ بندر څخه پيل او ترکمنستان ته رسيږي او د کسپين
بحيرې څخه وروسته د ادزبايجان هيواد،ګرجستان هيواد او بيا د ترکيې هیواد استنبول ته رسيږې او
.د اروپا سره نښلیږي
دا الر په حقيقت کې سهيلي اسيا سره د الرې بندولو په معنی نه ده بلکي هدف تري سهيلې اسیا د
.منځنۍ اسيا او د اروپايې هیوادونو سره نښلول دي
د افغانستان،منځنۍ اسیا،بالکان،قففاز او مرکزي اروپا ترمنځ د توکو ليږد راليږد مناسبه الره ده
چې ،خوشبختانه د ولسمشر اشرف غنې لخوا په هرات واليت تورغندۍ بندر کې رسما افتتاح شوه
.چې د افغانستان د پاره ډيرې مزایاوې لرې په لنډ دول ورته اشاره کوم
.د ګاونډيو هيوادونو د فشارونو څخه خالصون –
.سوداګريزتعرفو او ترانزيتي خنډونه له منځه تلل –
.هيوادوالو ته د کار زمینه برابريدل –
.بهرنيو پانګوالو پانګه اچونه –
.د توليد زياتيدل –
.افغانستان توکو لپاره نړيوال مارکيټ پيدا کيدل –
.د ضرورت وړ توکې په ارزانه بيعه راواردول –
د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۲مه نېټه د الجورد الر پرانیستل کیږي ،دا الر د
افغانستان له هرات والیت پيل کیږي ،د اقینه او تورغونډۍ د بندرونو څخه به توکي د
ترکمنستان ،ازربایجان ،ګرجستان او ترکيې له الرې اروپا ته رسیږي.
د الجورد د الرې هوکړه تېر کال د عقرب په میاشت کې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو
وزیران له لوري السلیک شوې وه ،د دې الرې ګټه یواځې افغانستان ته نه بلکې ټولو
هغو هېوادونو ته ده چې په دې الره کې شامل دي.
اصل کې افغاني تولیدات محصوالت تر بل هر هېواد زیات بازار لري ،خو بازار ته یې
الر نه وه ،په دې الرې سره به د افغان توکو ارزښت پيدا او بیې به یې لوړې شي.
د الجورد الرې هوکړه لیک عملي کول افغانستان ته د صادراتي توکو لپاره یوه مهمه
ټرانزیټي الر په واک کې ورکوي او افغان حکومت کار کوي له دې الرې په ګټنې د
ټرانزیټ لګښت او وخت راکم کړي.
د الجورد الر د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اسانولو کې مهم رول لري او په دې سره افغان
سوداګر کولی شي د تیر له سازمان هم پوره ګټه پورته کړي ،افغانستان د تیر سازمان یا
نړیوال ټرانسپورټ غړیتوب لري ،خو دا چې د دې سازمان غړیتوب او کار لپاره الرې
نه وې ،په دې سازمان کې د افغان سوداګرو ونډه یا نه وه او یا له نشت سره حساب وه.
په دې الر سره دوه اړخیزه او څو اړخیزه سوداګري ،ټرانزیټ او ټرانسپورټ پراختیا
موموي او په دې الر کې د ال ډیرو هېوادونو غړیتوب دا امکان زیاتوي چې افغانستان
بحر ته الر پيدا کړي.
دا الر د افغانستان کارګو ته هم ال ډيرې اسانتیاوې برابروي او کوم هېوادونه چې د دې
الرې غړیتوب لري له افغانستان سره یې سوداګري پراخیږي.
له دې سره یو ځای د دغې الرې له برکته افغانستان او افغان سوداګر کولی شي ،د نور
هېوادونو له ریل ګاډو او کښتیو هم استفاده وکړي.
د الجور په الر به باکیفیته او باارزښته تولیدات د اروپا او مدیتراني حوزوي بازارونو ته
الر پيدا کړي او د دې بازارونو له الرې کوالی شي ،نور بازارونه هم خپل کړي.
دا الر کوالی شي افغانستان د اسیا په څلور الرې بدل کړي او په اوږد مهال کې به یې
ګټې د افغانستان لپاره ډیرې زیاتې وي.
د الجورد الرې د هوکړې عملي کول د سیمې په کچه د افغانستان فعاله اقتصادي
ډیپلوماسي په ډاګه کوي او دا الر کوالی شي افغانستان د سیمې په کچه او نړیوالو
تعامالتو کې په پوره قوت داخل کړي.
نو په ټوله کې ویلی شوی چې د الجود الر اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې ستر ګام دی
چې کوالی شي افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ له انحصار خالص کړي او له څو
هېوادونو سره په مشترکه پروژه کې ال ډيرې ګټې وکړي
:ماخذونه
http://www.taand.com/archives/117204
https://www.google.com/search?ei=
http://www.acci.org.af/pa/home/38-news/527-n.html