Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 3

‫د الجوردو الر هیواد په ستر تجارتي مرکز بدلوالی شي‬

‫د ستراتیژیکو اړیکو څانګه‬


‫سه شنبه ‪ 08‬چنګاښ ‪ 1395‬ساعت ‪12:24‬‬

‫افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی او له سمندر سره پوله نه لري ‪ ،‬موږ یوازي د‬
‫پاکستان له الري د کراچي بندر ته السری لرو چې له نوري نړۍ سره د اوبو له الري‬
‫تجارت ترسره کړو ‪ ،‬دغه حالت له پخوا وختونو نه زموږ دتجارت په الره کې لوی خنډونه‬
‫رامنځ ته کړي خو په وروستیو کې له‬
‫دې الري د تجارتي توکو لیږد زموږ‬
‫سوداګرو ته ډیري ستونزي جوړي‬
‫کړي ‪ ،‬د چا بهار بندر په جوړیدو سره‬
‫د افغانستان دسوداګرۍ پرمخ یوه بله‬
‫مهمه او بدیله الر پرانستل شوه ‪،‬‬
‫افغانستان که څه هم چې په وچه‬
‫کې ایسار دی خو یو امتیاز یې دادی‬
‫چې له شپږو بیالبیلو هیوادونو‬
‫لکه( تاجکستان ‪ ،‬ترکمنستان ‪ ،‬ازبکستان) سره په شمال کې له ایران سره په‬
‫لویدیځ ‪ ،‬له پاکستان سره په جنوب ختیځ او له چین سره په شمال ختیځ کې ګډي‬
‫پولي لري‪ ،‬که څه هم چې افغانستان له هند سره ګډه پوله نه لري خو اړیکي مو‬
‫‪.‬دومره نږدې دي چې ګاوندی ګنل کیږي‬

‫ددغه مساعد موقعیت له مخي افغانستان د یوه ترانزیټي او ترانسپورټي مرکز په توګه‬
‫د جنوبي اسیا ‪ ،‬منځنۍ اسیا ‪ ،‬منځني ختیځ او چین بازارونه یو له بل سره نښلوالی‬
‫‪.‬شي‬
‫دیوې علمي څیړني له مخي هندوستان اټکل کړی چې که دسیمي سیاسي اقتصاد‬
‫ښه شي او لویدیځو هیوادونو ته دهغه یوازي شل سلنه سوداګري د سړکونو او وچې‬
‫له الري ترسره شي نو شاوخوا د سل میلیارډو ډالرو مال به د افغانستان له الري‬
‫‪.‬تیریږي‬
‫د یادولو وړده چې افغانستان له پخوا نه د سیمي په کچه د تجارت ستر مرکزؤ ‪ ،‬او‬
‫دوریښمو تاریخي الر له دغه هیواده تیره شوې وه ‪ ،‬د وریښمو د الر ي ارزښت‬
‫افغانستان ته بیل موقعیت بخښلی او له دغي الري منځني ختیځ د اسیا له نورو‬
‫هیوادونو سره نښلول کیږي همدا راز د دغي الري شتون افغانستان ته نه یوازي‬
‫تجارتي اهمیت ورکړی دی بلکي ستراتیژیک ارزښت یې هم وربخښلی دی او هر وخت‬
‫‪.‬افغانستان د زبر ځواکونو د پاملرنې وړ ګرځیدلی دی‬

‫اقتصادي شنونکي په دې اند دي که چیري د افغانستان پخوانی تجارتي اهمیت بیرته‬


‫را وګرځي او د پخوانیو الرو بیا نوي کول پیل شي افغانستان به یو ځل بیا په سیمه کې‬
‫‪.‬د ستر تجارتي او ترانیزیټي مرکز په توګه خپل ارزښت ترالسه کړي‬

‫د ملي یووالي حکومت په راتګ سره او د هیواد دولسمشر د ځانګړي پاملرني له امله‬
‫په دې اړوند رغنده هڅي پیل شوي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د سیمي په تجارتي‬
‫مرکز بدل شي او په دې اړوند د یو لړ سترو پروژو په تطبیق باندي کارونه پیل شوي او د‬
‫هري ورځي په تیریدو سره زموږ هیوادوال دنویو بنسټیزو پروژو د عملي کولوشاهدان‬
‫‪.‬دي‬

‫ددغو پروژو په ډله کې یوه هم د اوسپني د پټلۍ یا د الجوردو د الرې جوړیدل دي چې‬
‫د افغانستان د فاریاب والیت د آقینې بندر د ترکمنستان له هیواد سره نښلوي ‪ ،‬د‬
‫یادولو وړده چې ددغي ستري بنسټیزي پروژې لومړني کارونه د ترکمنستان او‬
‫افغانستان په پوله کې پیل شویدي‪ .‬تیره یکشنبه دروان کال د چنګاښ د میاشتي په‬
‫شپږمه نیټه د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر دیو لوړپوړي پالوي په مشرۍ‬
‫افغانستان ته سفر کړی و‪ ،‬اودهیواد په شمال کې یې د آقینې بندر ته تشریف یوړ او د‬
‫دې پروژې عملي کارونه یې له نږدې وکتل او په دې اړه یې ډاډ ورکړ چې ددغي پروژې‬
‫کارونه به په ډیره چتکی دروان میالدي کال ترپایه بشپړ شي چې د آقینې بندر به‬
‫ددغي الرې په جوړیدو سره له ترکمنستان هیواد سره وتړل شي ‪ ،‬دغه راز د آقیني په‬
‫‪.‬بندر کې به د میلیونونو ټنو تجارتي موادو د خوندي کولو لپاره ذخیرې هم جوړي شي‬

‫ددغه الري په جوړیدو سره ترکمنستان د چین له هیواد سره د افغانستان له الرې‬
‫نښلول کیږي ‪ ،‬له بلي خوا افغانستان د ترکمنستان له الري د روسیې او بالتیک بحیري‬
‫پوري تجارتي توکي لیږلی شي ‪ ،‬دغه راز دترکمنستان نه دغه الر اذربایجان ‪ ،‬توري‬
‫بحیري او ترکیې پوري رسیږي او وروسته له اروپا سره نښلول کیږي‪ ،‬چې د دغو ټولو‬
‫الرو په تقاطع کې به افغانستان دیوه ترانسپورټي او ترانزیټي مرکز په توګه خپل‬
‫‪.‬سوداګری حیثیت بیرته ترالسه کړي‬

‫شنونکی وايي چې اوسمهال د پاکستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې د الرې او نورو‬
‫ستونزو له امله مخ په کمیدو دي له دې امله افغانستان مجبور دی په نورو بدیلو الرو‬
‫فکر وکړي چې د الجوردو الر هغه اساسي بدیل دی چې وروسته به د افغانستان‬
‫‪.‬واردات او صادرات له دغي الرې هم ترسره کیږي‬
‫افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي ‪ (( :‬په راتلونکو دریوکلونو کې به اروپا ته د‬
‫افغانستان ‪ ۸۰‬سلنه واردات او صادرات د الجوردو له الري ترسره کیږي ‪ ،‬دغه الر د‬
‫منځنۍ اسیا د هیوادونوپه منځ کې تیریړي او دترکیې له الرې ازادو اوبو ته رسیږي‪)).‬‬
‫ولسمشرغني روښانه کړه چې ‪ (( :‬د الجوردو الر د ګاونډیانوسره د اړیکو پر ضد نه ‪،‬‬
‫بلکي دوي ته هم ګټي لري ‪ ،‬ولسمشر زیاته کړه چې موږ نور انتظار نشو کولی ‪ ،‬غوره‬
‫حالت دادی چې ټول بندرونه زموږ پرمخ پرانستي وي‪)).‬‬
‫د یادولو وړ ده چې افغانستان له ګاوندیو په ځانګړې توګه له پاکستان سره په ترانزیټي‬
‫برخه کې زیاتي ستونزي لري او ځیني وختونه دافغان سوداګرو مالونه په میاشتو‬
‫میاشتو د کراچي په بندر کې بند پاتې وي ‪ ،‬افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه‬
‫کړې ترڅو د پاکستان او ایران پرځای پرنورو متبادلو الرو هم فکر وکړي له دغو الرو نه‬
‫ډیره مهمه الر د الجوردو الرده چې په بیا جوړیدو سره به یې د هیواد په سوداګرۍ کې‬
‫ښه پرمختیا را مینځته شي‬

You might also like