Professional Documents
Culture Documents
د لاجوردو لار هیواد په ستر تجارتي مرکز بدلولای شي
د لاجوردو لار هیواد په ستر تجارتي مرکز بدلولای شي
افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی او له سمندر سره پوله نه لري ،موږ یوازي د
پاکستان له الري د کراچي بندر ته السری لرو چې له نوري نړۍ سره د اوبو له الري
تجارت ترسره کړو ،دغه حالت له پخوا وختونو نه زموږ دتجارت په الره کې لوی خنډونه
رامنځ ته کړي خو په وروستیو کې له
دې الري د تجارتي توکو لیږد زموږ
سوداګرو ته ډیري ستونزي جوړي
کړي ،د چا بهار بندر په جوړیدو سره
د افغانستان دسوداګرۍ پرمخ یوه بله
مهمه او بدیله الر پرانستل شوه ،
افغانستان که څه هم چې په وچه
کې ایسار دی خو یو امتیاز یې دادی
چې له شپږو بیالبیلو هیوادونو
لکه( تاجکستان ،ترکمنستان ،ازبکستان) سره په شمال کې له ایران سره په
لویدیځ ،له پاکستان سره په جنوب ختیځ او له چین سره په شمال ختیځ کې ګډي
پولي لري ،که څه هم چې افغانستان له هند سره ګډه پوله نه لري خو اړیکي مو
.دومره نږدې دي چې ګاوندی ګنل کیږي
ددغه مساعد موقعیت له مخي افغانستان د یوه ترانزیټي او ترانسپورټي مرکز په توګه
د جنوبي اسیا ،منځنۍ اسیا ،منځني ختیځ او چین بازارونه یو له بل سره نښلوالی
.شي
دیوې علمي څیړني له مخي هندوستان اټکل کړی چې که دسیمي سیاسي اقتصاد
ښه شي او لویدیځو هیوادونو ته دهغه یوازي شل سلنه سوداګري د سړکونو او وچې
له الري ترسره شي نو شاوخوا د سل میلیارډو ډالرو مال به د افغانستان له الري
.تیریږي
د یادولو وړده چې افغانستان له پخوا نه د سیمي په کچه د تجارت ستر مرکزؤ ،او
دوریښمو تاریخي الر له دغه هیواده تیره شوې وه ،د وریښمو د الر ي ارزښت
افغانستان ته بیل موقعیت بخښلی او له دغي الري منځني ختیځ د اسیا له نورو
هیوادونو سره نښلول کیږي همدا راز د دغي الري شتون افغانستان ته نه یوازي
تجارتي اهمیت ورکړی دی بلکي ستراتیژیک ارزښت یې هم وربخښلی دی او هر وخت
.افغانستان د زبر ځواکونو د پاملرنې وړ ګرځیدلی دی
د ملي یووالي حکومت په راتګ سره او د هیواد دولسمشر د ځانګړي پاملرني له امله
په دې اړوند رغنده هڅي پیل شوي ترڅو افغانستان یو ځل بیا د سیمي په تجارتي
مرکز بدل شي او په دې اړوند د یو لړ سترو پروژو په تطبیق باندي کارونه پیل شوي او د
هري ورځي په تیریدو سره زموږ هیوادوال دنویو بنسټیزو پروژو د عملي کولوشاهدان
.دي
ددغو پروژو په ډله کې یوه هم د اوسپني د پټلۍ یا د الجوردو د الرې جوړیدل دي چې
د افغانستان د فاریاب والیت د آقینې بندر د ترکمنستان له هیواد سره نښلوي ،د
یادولو وړده چې ددغي ستري بنسټیزي پروژې لومړني کارونه د ترکمنستان او
افغانستان په پوله کې پیل شویدي .تیره یکشنبه دروان کال د چنګاښ د میاشتي په
شپږمه نیټه د ترکمنستان هیواد د بهرنیو چارو وزیر دیو لوړپوړي پالوي په مشرۍ
افغانستان ته سفر کړی و ،اودهیواد په شمال کې یې د آقینې بندر ته تشریف یوړ او د
دې پروژې عملي کارونه یې له نږدې وکتل او په دې اړه یې ډاډ ورکړ چې ددغي پروژې
کارونه به په ډیره چتکی دروان میالدي کال ترپایه بشپړ شي چې د آقینې بندر به
ددغي الرې په جوړیدو سره له ترکمنستان هیواد سره وتړل شي ،دغه راز د آقیني په
.بندر کې به د میلیونونو ټنو تجارتي موادو د خوندي کولو لپاره ذخیرې هم جوړي شي
ددغه الري په جوړیدو سره ترکمنستان د چین له هیواد سره د افغانستان له الرې
نښلول کیږي ،له بلي خوا افغانستان د ترکمنستان له الري د روسیې او بالتیک بحیري
پوري تجارتي توکي لیږلی شي ،دغه راز دترکمنستان نه دغه الر اذربایجان ،توري
بحیري او ترکیې پوري رسیږي او وروسته له اروپا سره نښلول کیږي ،چې د دغو ټولو
الرو په تقاطع کې به افغانستان دیوه ترانسپورټي او ترانزیټي مرکز په توګه خپل
.سوداګری حیثیت بیرته ترالسه کړي
شنونکی وايي چې اوسمهال د پاکستان سره زموږ سوداګریزې اړیکې د الرې او نورو
ستونزو له امله مخ په کمیدو دي له دې امله افغانستان مجبور دی په نورو بدیلو الرو
فکر وکړي چې د الجوردو الر هغه اساسي بدیل دی چې وروسته به د افغانستان
.واردات او صادرات له دغي الرې هم ترسره کیږي
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي (( :په راتلونکو دریوکلونو کې به اروپا ته د
افغانستان ۸۰سلنه واردات او صادرات د الجوردو له الري ترسره کیږي ،دغه الر د
منځنۍ اسیا د هیوادونوپه منځ کې تیریړي او دترکیې له الرې ازادو اوبو ته رسیږي)).
ولسمشرغني روښانه کړه چې (( :د الجوردو الر د ګاونډیانوسره د اړیکو پر ضد نه ،
بلکي دوي ته هم ګټي لري ،ولسمشر زیاته کړه چې موږ نور انتظار نشو کولی ،غوره
حالت دادی چې ټول بندرونه زموږ پرمخ پرانستي وي)).
د یادولو وړ ده چې افغانستان له ګاوندیو په ځانګړې توګه له پاکستان سره په ترانزیټي
برخه کې زیاتي ستونزي لري او ځیني وختونه دافغان سوداګرو مالونه په میاشتو
میاشتو د کراچي په بندر کې بند پاتې وي ،افغانستان په وروستیو کلونو کې هڅه
کړې ترڅو د پاکستان او ایران پرځای پرنورو متبادلو الرو هم فکر وکړي له دغو الرو نه
ډیره مهمه الر د الجوردو الرده چې په بیا جوړیدو سره به یې د هیواد په سوداګرۍ کې
ښه پرمختیا را مینځته شي