Download as docx, pdf, or txt
Download as docx, pdf, or txt
You are on page 1of 4

‫الجورد الر؛ افغانستان له کراچۍ بندر پرته نړۍ سره نښلول کېږي‬

‫غزا نوربي بي سي‬


‫‪‬‬ ‫دسمبر ‪ 22 - 2018‬لیندۍ ‪13 1397‬‬
‫‪‬‬ ‫دا له نورو سره شریک کړئ فېسبوک‬
‫دا له نورو سره شریک کړئ ‪‬‬ ‫‪Messenger‬‬

‫دا له نورو سره شریک کړئ ټوېټر ‪‬‬


‫‪‬‬ ‫دا له نورو سره شریک کړئ بریښنالیک‬
‫ش ‪‬‬

‫ریک یې کړئ‬
‫د الجورد الر نقشه‪ARGImage caption‬د انځور حقوق‬

‫افغان ولسمشر نن د ډیسمبر پر ‪ ۱۳‬هرات کې الجورد الر پرانیسغونډه کې وویل‪ ،‬د دې الرې پرانیستل په دې مانا نه دي چې سوېلي اسیا سره الرې بندې شي‪،‬‬
‫‪.‬بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو‬

‫‪.‬له دې مخکې تر ډېره افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له الرې له نورې نړۍ سره ټرانزېټ سوداګري درلوده‬

‫خو اشرف غني دې غونډې ته وینا کې وویل‪ ،‬درې یا څلور کاله مخکې خلکو ګواښلو چې که دا یا هغه سړک بند کړو له لوږې به مړه شئ‪ ،‬خو اوس افغانستان‬
‫‪.‬نښلېدلی دی‬

‫موږ بېلتون نه غواړو‪ ،‬اړیکي او همکاري غواړو‪ .‬دا الر چې پرانیستله شوه‪ ،‬په دې مانا نه دي چې سوېلي اسیا سره الرې بندې شي‪ ،‬بلکې موخه دا ده چې سوېلي"‬
‫‪".‬اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو‬

‫ښکاريده چې د ولسمشر اشاره پاکستان ته ده‪ .‬ځکه چې له پاکستان سره په ټرانزيټي برخه کې د ستونزو پر وخت الرې تړل کېدې او د افغان سوداګرو مالونه به په‬
‫‪.‬کراچۍ بندر کې په میاشتو میاشتو پاتې وو‬
‫اروپا ته د افغانستان پر الره هوکړه وشوه *‬
‫د الجوردو الره افغانستان تر کومه رسولی شي؟ *‬
‫‪:‬ولسمشر غني په ازمایښتتي ډول د لسو موټرو د لېږد په مهال افغان رسنیو ته وویل‪ ،‬چې افغانستان د سیمې څلور الرې ده‬

‫‪".‬د الجورد په څېر به لسګونو نورې الرې ووینئ او دا وطن به په پښو درېږي"‬

‫‪.‬افغانستان الجور الر سره په نوې او ارزانه الر خپل توکي تر منځني ختیځ‪ ،‬اروپا او افریقا رسولی شي‬

‫‪.‬افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل‪ ،‬چې د دې الرې سره به افغانستان ‪ ۸۰‬سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري‬

‫د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګري اسانتیاوو لوی مشر ډاکټر سید یحیا اخالقي بي بي سي ته وویل‪ ،‬د الجور الر پرانیستلو سره افغانستان د څلورو هېواونو له الرې‬
‫‪:‬اروپا سره نښلي‬

‫‪".‬د افغانستان بهرنۍ سوداګري پراخوي او بهرنۍ سوداګرۍ کې انډول راولي"‬

‫د الرې پرانیستلو په وخت لس افغان الرۍ د ترکیې په لور وخوځېدې‪ ،‬چې د چارواکو په وینا ‪ ۸۳‬ټنه مالوچ‪ ۲۳ ،‬ټنه ممیز‪ ۲۶ ،‬ټنه د هندواڼې زړې او ‪ ۲،۵‬ټنه‬
‫‪.‬کونځلې پکې دي‬

‫د الجورد الر تړون‬

‫اشرف غني وايي‪ ،‬دا ډول په لسګونو نورې الرې به پرانیځي‪ARGImage caption‬د انځور حقوق‬

‫‪.‬الجورد الر د افغانستان له د منځنۍ اسيا د هېوادونو په منځ تېرېږي او د ترکيې له الرې ازادو اوبو ته رسېږي‬

‫د دې الرې تړون د ‪ ۲۰۱۷‬کال نومبر پر ‪ ۱۵‬د افغانستان‪ ،‬ترکمنستان‪ ،‬ګورجستان‪،‬ازربایجان او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو په عشق اباد کی السلیک کړ‬

‫‪.‬‬
‫د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې‪ :‬د چا ګټه او د چا تاوان؟ *‬
‫'اروپا ته د الجوردو له الرې ‪ ٪۸۰‬افغان صادرات او واردات' *‬

‫‪.‬د الجوردو الر د افغانستان د هرات له تور غونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي‬

‫‪.‬دغه الر له ترکمنستان‪ ،‬ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوي‬
‫له کراچۍ بندر څه ښېګڼې لري؟‬

‫‪MFAImage caption‬د انځور حقوق‬


‫‪.‬د ‪ ۲۰۱۷‬کال نومبر پر ‪ ۱۵‬د الجورد الرې هېوادونو دا تړون السلیک کړ‬

‫‪.‬افغانستان چې سمندر ته الر نه لري تېر کې یې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډېره د پاکستان کر او ايران بندرونه کارول‬

‫افغانستان له ګاونډيو په ځانګړي ډول له پاکستان سره په ترانزيتي برخه کې ستونزې لري او ځينې وخت د افغان سوداګرو مالونه په مياشتو مياشتو کراچۍ بندر کې‬
‫‪.‬ايسار وي‬

‫کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره نورې الرې ولټوي‪ ،‬او وروسته له دې به يې تکيه د الجوردو‬
‫‪.‬پر الر وي‬

‫‪.‬افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل‪ ،‬چې د دې الرې سره به افغانستان ‪ ۸۰‬سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري‬

‫‪.‬ویل کېږي افغان سوداګر د کراچۍ پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي له دې الرې لېږدولی شي‬

‫‪.‬چارواکی وایی د کراچۍ د بندر پر تله‪ ،‬له دی الری اروپا ته د صادراتي توکو د لیږدولو چاره به درې یا څلور ورځې کم وخت اخلي‬

‫‪.‬دا راز هره الرۍ به د کراچۍ د بندر پر تله‪ ،‬له دې الرې په دوه نیم یا درې زره ډالره کم لګښت رسیږي‬

‫ولې الجورد نومېږي؟‬


‫‪.‬افغان چارواکي وايي نږدې دوه زره کاله وړاندې هم د بدخشان الجورد له دې الرې اروپا ته رسېدل ځکه دا نوم ور کړل شوی دی‪Image caption‬‬

‫‪.‬اشرف غني د الجورد الر غونډې ته وینا کې دا هم وویل‪ ،‬چې ولې دې الرې ته الجورد نوم ور کړل شوی دی‬

‫‪:‬د هغه په خبره‪ ،‬الجورد الر څلور زره کاله پخوا ایجاده شوې وه‬

‫‪".‬څلور زره کاله مخکې د بدخشان الجورد له دې الرې مصر او هندوستان ته تلل او د ورېښمو الر دوه زره کاله مخکې جوړه شوه"‬

‫‪.‬افغان چارواکي وايي‪ ،‬لرغونې الجورد سره د افغانستان الجورد او نورې ګرانبیه ډبرې اروپا‪ ،‬روسیې او د افریقا شمال ته هم لېږدېدلې‬

‫د ارګ وېبپاڼې د یوې ویډیو خپرولو سره وايي‪ ،‬د دې الر بیارغول افغانستان او سوېلي اسیا په لنډه او ارځانه الر له اروپا‪ ،‬منځني ختیځ او افریقا له شمال سره‬
‫‪.‬نښلوي‬

‫‪.‬چارواکي دا هم وايي‪ ،‬چې د الرې په اوږدو کې د ټولو ټرانیزيټي اسانتیاوو لپاره پټلۍ او نوي بندرونه جوړېږي‬

‫د ارګ د ویډیو له مخې‪ ،‬الجورد الرې سره د افغانستان لپاره ټرانزیتي الرې زیاتېږي‪ ،‬ټرانیزیټ لګښت او وخت کمېږي‪ ،‬ګمرکي خنډونه او تعرفې له مڼځه وړل‬
‫‪.‬کېږي‬

‫‪.‬د افغانستان د صادراتو لپاره نوي بازارونه پرانیستل کېږي او په کم قېمت د باکیفته توکو واردولو ته فرصتونو برابرېږي‬

‫‪.‬دا الر رغول د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور الرې د افغانستان بدلولو کې مهم ګام دی‬

‫کاري اسانتیاوې‬

‫په هرات کې د بي بي سي خبلایر محمد قاضي زاده وايي‪ ،‬الجورد الر به د سیمې او هېوادو په کچه د ګټو ترڅنګ د افغانستان لویدیځې حوزې ته هم د اقتصاد له پلوه‬
‫‪.‬ځانګړې ګټه ورسوې ځکه په ټرانزیټي چارو کې به خلکو ته د کار زمینه پيدا شي‬

‫ویل کیږی افغانستان عمال له دې الرې د ګټی اخستنی امکانات لري خو په افغانستان کې د ننه د دې الرې سره د پټلۍ او نورو سړکونو د نښلولو لپاره به دوه ملیارده‬
‫ډالرو ته په اوږد مهال کې اړتیا وي‬

You might also like