Professional Documents
Culture Documents
اصلاح شوي منوګراف
اصلاح شوي منوګراف
1
لومړى فصل
پيسې يا پول ()Money
هرهغه شى چې په نسبتًا يو ټاکلې ساحه کې دنورو شيانو په مقابل کې پرتبادلې منل شوي وي پيسې دي پيسې
دټولو دقبول وړ تبادلوي وسيله ده يا پيسې پر مختللي بڼې له معادل جنس څخه عبارت دي يا په بل عبارت
پيسې له هغو اجناسو څخه عبارت دي چې دارزښت دمعيار په توګه دنده سرته رسوي او په همدې توګه پيسې
په مستقيم او غيرمستقيم دواړو حالتونو کې داجناسو ددوران دوسيلې په توګه دنده سرته رسوي ددغسې دندي
لپاره سره او سپين زر دپيسو په توګه منل شوي :
په دغه وخت کې چې دتبادلې دپروسې پياوړتيا او دثروت دټولولو انګيزي قوي شوې .
سوداګر دپيسو څښتنان شول محلي حاکمانو دالرو دامنيت دعسکرو دساتلو او نورو مصارفو لپاره تبادلوي
معادل امتعې او واسطوي جنس يعنې پيسوته اړتيا پيدا کړه پيسې بايد دسرو زرو او سپينوزرو څخه جوړي
شوي واى همدا سوداګر ول چې ددغو دوه قمتي فلزاتو دواردولو او دثروت دايجاد سبب کيدل لدي امله چې
فلزي پيسې په راکړه ورکړه کې دځينو خنډونو درامنځ ته کيدو سبب کيږي نو دلمړي ځل لپاره کالسيک
اقتصاد پو ه (ريکاردو )او دهغه طرفدارانو دغه نظريه وړاندي کړه چې بايد دسرو زرو پرځاي بانک نو ټ
خپورشي چې په راکړه ورکړه کې دسرو ز رو پرځاى وکارول شي داهغه وخت و چې دتصادفي او ساده
راکړي ورکړي پر ځاي معادل جنس معمول شوى و سرو او سپينو زرو دعمومي معادل په تو ګه کاريدل
ځکه داوږدې مودې تجارت داوښوده چې له بل هر څه څخه سره او سپين زر دغه کار په ښه توګه سرته
رسولي شي ځکه نو سره او سپين زر هم دنورو کاليو په شان عيني خصوصيت درلود بايد وويل شي چې
دعمومي معادل په توګه دسرو او سپينو زرو ټاکنه څه تصادفي خبره نه وه ځکه چې دغو فلزاتو ددي ترڅنګ
چې دنورو ټولو کاليوپه شان ټول خصوصيت درلودل ځينې نور ښه خصوصيات يي هم درلودل مثًال دويشلو
وړ ول او داوږدې مودې لپاره ساتلو يې ډير ارزښت لرلو دلته بايد داسې مفکوره رامنځته نه شي چې سره زر
او پيسې يو شى دي ځکه چې سره زر نه يواځې دخپلو طبيعي خواصو له مخې بلکې له دې المله چې دغه
جنس دنورو امتعو تر منځه ځانګړي ټولنيزه کړنه ترسره کړه او پيسې و نومول شوې يووخت وچې له سرو
زرو څخه يواځې ګاڼې جوړيدې تر هغه وخته پو رې سره زر پيسې نه ګڼل کيدې ښاي داسي نظر پيدا شي چې
پيسې ددولتونو دفرمانونو په نظريه رامنځته شوي دا هم درسته نه ده ځکه چې پيسې داجناسو دتبادلې دخپل
سري ودي په پايله کې رامنځته شو ي ورو ورو سرو زرو ددغو نورو عمومي معادلو اجناسو ځاي ورتنګ
کړ او هغه يي دډګره وويستل او په پاي کې دريکار دو او دهغه دپلويانو دمفکوري سره سم بانک نوټ دسرو
زرو پرځاي دودشو .
دغه نوټ چې دسروزرو ځاي يي نيولو يو ه بله انديښنه راپيدا کړه او هغه دا چې دولت ددغه بانک نوټ په
نشرولو کې افراط او بي احتياطي ونکړي نو ځکه بايد دبانک نوټونو دنشرولو او دبانک نوټ دپشتيواني په
توګه دذخيره شويو سرو زرو د کچې ترمنځ يو غير انعطاف په ذرعه رابطه ټينګه وساتل شي دغه بانک نوټ
بايد دتل لپاره دسرو زرو په مقابل کې دمعاوضي وړ وي
دپيسو او بانک نوټونو يوه بله ګټۀ داوه چې ددي تر څنګ دراکړي ورکړي په معامالتو کې يي ډيره
اسانتيارامنځته کړه ددي سبب هم شول چې ديو ه مملکت او يو هيواد څخه سره زر ونه وځي بلکې دمرکزي
بانک په خزانو کې پاتي شي
ريکاردو دپيسو بيعه دسروزرو دبيعي سره تړلي بلله چې دتبادلې دوسيلي پرتوګي يي خدمت کاوه او سرزر يي
هم دبل هر شي پرڅير اقتصادي جيس باله چې دي هغه بيعه دتوليداتو دلګښت پوري تړلي وه او دبازار ارزښت
دعرضي او غوښتني له مخي تناسب او انډول مونده دريکاردو دنظريي سره سم په اقتصاد کې پيسو پرته له
يوي تبادوي وسيلي بل رول نه درلوده .
دهغه پر اند لکه څنګه چې ديو ه ماشين داسانه ګرځيدو لپاره غوړ پکار دي او اسانتيا پيښوي دغه سي هم په
اقتصادي معامالتو کې پيسې اسانتيا رامنځته کوي .
دپيسو دتاريخي بهير په هکله بايد وويل شي چې دپيسو درامنځته کيدو څخه دمخه خلکو يو جنس په بل جنس
بدلولو دتوليد ي وسايلو له ودي وروسته توليد زياتوالي وموند او دتوليداتو بيالبيل ډولونه رامنځته شول دغه
عوامل ددي سبب شول چې داجناسو تر منځ ساده اړيکه يعنې جيس دجنس پر وړاندي تبادله او دپيسو په مقابل
کې دجنس پر تبادلې تغير ومومي .
لدي امله چې په ټولنه کې هر بيالبيل شخص ټاکلي جيس لري د ځانګړيو شرايطو له مخي دخپلي اړتيا دپو ره
کولو په خاطر بل جنس ته هم اړ تيا لري نو ځکه هغه مجبوردي چې دخپلي اړتيا وړ جنس بايد السته راوړي
پدي صورت کې که چېر نني اقتصادي شرايط په پام کې ونيسو نو له دي امله چې د اجناسو او اموالو
شميردومره زيات دي چې دهغو ليږدونه له يو خوا او جنس پر جنس دهغوتبادله له بلي خوا او په پايي کې
همدغه پړاو ه دټاکلي ګټي السته راوړل دپانګوال اقتصاد په سستم کې ډيري ستونزي رامنځته کوي نو ځکه د
اجناسو د دوران د چټکوالي په خاطر دزياتي اندازي ګټي دالسته راوړلو په منځور اجناس په پيسو او پسي پر
اجناسو بدليږي پدي ډول دټولني دافرادو تر منځ داجناسو جريان تنظيموي .
په پاي کې دي پايلي ته رسيږو چې پيسې داموالو يعنې داجناسو او خد ماتو دتبادلې وسيله ده چې دټاکليو
اقتصادي نظامونو په ترڅ کې رامنځته شوي
.په ځينو ټولنو کې يوه ډله غړي دتاديي ځانګړي وسايل لري چې دپيسو په تو ګه نشي منل کيداي لکه معموًال
دافغانستان په ځينو برخو کې يو شمير کروندګړ دچرګي هګي دتاديي دوسيلي په توګه کارو ي خو لدي المله
چې دافغانستان ټولووگړيوهغه دتادي دوسيلي په توګه نه ده منلي نوله همدي ﻻمله ده چې دځينو علماوله نظره
دپيسوپه توګه نه پيژندل کيږي ځکه چې دغه ډوله عالمان پر دي عقيدي دي چې که يوشي دپيسوپه توګه
وپيژندل شي نودهغه دمنلو ضروري شرط دعامه خلکو لخوا صورت نيسي دپو رتني شرط په پام کې نيولو
سره پيسې داسي هم تعريف کيدي شي .
هغه اموال چې دارزښت دسنجولو په توګه دنده تر سره کوي پيسې دي نو په دغه توګه خپله ياد هغه نماينده
ددوران دوسيلي په عنوان هم عمل کوي .
اصًال پيسې هغه وخته زياتي وپيژندل شوي چې دشيانو تبادله پيل شوه او دخلکو اړتيا وي مخ پر ډيريدو شوي
ځکه يي په تاريخ کې خپله تاريخچه له همدي وخته ثبت کړي .
دي سره يو ځاي کله چې يو جنس په زياته اندازه دخلکو له خوا دګټي اخيستني وړ کيده نو دپيسو په توګه
پيژندل کيده او دتبادلې په جريان کې واقع کيده او دخلکو په منځ کې يي محبوبيت پيداکاوه سربيره پردي انسان
يي دي ته اړ ايسته چې ځان پري قبول کړي تر څو دهغه په واسطه وکوالي شي خپل لوي کارونه او اړتياو
ي تر سره کړي تبادله په دوه ډوله امکان لري .
په مستقيمه تو ګه او په غير مستقيمه توګه .دهغي مستقيمه بڼه له واسطي پرته دتبادلې يا د(جنس په جنس
)دتبادلې په نوم ياديږي.
دهغي غير مستقيمه بڼه چې دواسطي يعنې دجنس په زريعه دي پيسو په توګه پيژندل شوي واقع کيږي
دواسطي پر وسيلي تبادله په نني اصطالح سره پيرودلو پر نوم ياديږي.
دجنس په واسطه دجنس تبادلې تل دبشر په معاملو کې ستونزي رامنځته کړي مثًال که چېري ددوه تنه
وغواړي چې خپل اجناس تبادله کړي او يو دبل اجناسو ته په هماغه و خت کې اړتيا ولري يعنې په فرضي
توګه که چېري يو بزګر يو بيل ته اړتيا ولري نو بايد داسي يو چاته ورنه شي چې په خپل الس کې
موجودجنس باندي بيل واخلي پدي ډول په پخوازمانو کې ددواړو اشخاصو ضرورت رفعه کيده اکثرًا داسي هم
نه کيده او امکان وه چې داجناسو لرونکو او د ددواړو خواو به موافقه نه کيده او که احتياج به يي ډير عاجل و
ه نو النجه به پاتي کيده چې بالخره به يي دخلکو تر منځ ډيري ستونزي پيدا کولي او همدارنګه فرًض که
چېري به ددوه تنه يو دبل امتعي ته اړتيا درلوده نو لدي المله چې دهغو ي دامتعي دسنجش لپاره کوم ټاکلي
مقياس وجود ندرلود نو دا امکان هم موجود وو چې دتبادلې لپاره به موافقي ته نه رسيده او ستونزي به نوري
هم زياتي دي او په پاي کې به بشري اړيکې متاثره کيدي يعنې بزګر به فکر کاوه چې سل داني کدوان دپنځو
دانو بيلو په اندازه ارزښت لري او مقابل لوري بۀ فکر کاوه چې يو دانه بيل دپنځو دانو کدوانو ارزښت لري
په د ي صورت کې به دهغو ي دنظر بيلوالي زياتيده او دهغوي تبادله او معامله بۀ نه ترسره کيده دغه ډول
ستونزي چې پيښيدي خلک به په پاکې دي ته اړ شول چې پدي برخه کې پاملرنه وکړي او اسانتياوي رامنځته
کړي نو همغه وه يو شي چې دټولو دمنلو وړ شو دپيسو په توګه وپيژند ل شو او هغه يي داستفادي الندي ونيو
او هر ډول اړتياوي يي پري لري کولي چې بيال بيلو شيانو لکه کودي دوني پاڼي ژويو څرمن دمرغانو بڼکې
صدف او نو رو غو ره کول دپيسو پرتوګي دوختونو په ترڅ کې صورت ونيو او هريو يي تر يو وخته په هر
ځاي کې دپيسو پرتوګي پيژندل شوي او ورځ په ورځ يي خپل پړاونه وهلي او پر بيالبيلو بڼو په هر ځاي کې
غوره شوي کيداي شول چې دغه اجناس يا مصنوعي اوسي يا طبعي خو دهغو کلي شرط داوه چې بايد دټولو
دمنلو وړ وي اوس هم دافريقا دساحلي خ خلکو او د لوي او قيانوس په ځينو ټاپو ګانو کې صدف دمرغانو بڼکې
او کودي دمبادلي وسايل دي چې پر دغو ټولو پيسو دراکړي ورکړي معاملي سرته رسيږي دغه راز لويي
معاملي ددواړو خواو تر منځ دموا فقي په صورت کې يعنې دتاجرانو ترمنځ هم پيښيدلي ځيني وخت داسي هم
پرتوګه يي شوي چې يو سوداګر لومړنې بڼي خپله سوداګري له مالداري څخه پيل کوله اودشپانه
کارکولواوصرف د ژويو روزلو دنده يي لرله بالخره دغي وضعي دوي مجبورول چې په بل ډول ژوند وکړي
يعنې خپل ژوندي ژويي دنورو شيانو اواجناسو په مقابل کې تبادله کړي يعنې پر ډيري عادي اولومړني بڼي
سره يي دبارتر عمليه سرته رسوله (بارتر ديو جنس تبادله دبل جنس په مقابل کېده )
په هغه وخت کېچې هر څومره يو شي دخلکو په وړاندي زيات ارزښت مونده او دتبادلې بڼه يي اسانه کوله نو
دښو پيسو حيثت يي درلود.
دغه حالت به تل دبدلون په حال کې وي پيسې به په داسي ډول په اکثرو سيمو کې دټولو اخوا دډير وخت لپاره
دپسيو حيثيت پيداکاوه نو دپيسو اصلي اختراع په اساسي ډول نه منل کيدي کله به يو شي او کله به بل شي
څرګنده نده ځيني دپيسو اختراع پر يونانيانو او ځيني يي پر اسيايانو پو ري تړي خو تر اوسه پو ري بشري
څيړنو ونشو کړي چې دپيسو داختراع ځاي وټاکې په اکثرو هيوادونو او بيالبيلو ټولنو کې بيالبيل شيان د پيسو
پر عنوان ترګټي الندي نيول شوي لکه حبشه کې مالګه په هندوستان کې صدف د او قيانوس په ټاپو ګانو کې
دمرغانو بڼکې په کولمبياکې وسپنه په تبت کېچاي او په روسيه کې دسمور څرمن دپيسو په توګي کاريدلي دي.
دروم د امراتوري په لومړىو وختونو کې غوايي او خوسکې په جنسي تبادلې کې غوره برخه لرله او دشيانو
دارزښت ټاکونکې شوي وه په لومړنيو پيړيو کې غنم دخلکو ترمنځ دپيسو په توګه پيژندل شوي وي چې دجنسي
تبادلې په ترڅ کې يي ستر ه مرسته رسوله او دراکړي ورکړ ي معا ملي کې اسانتياوي رامنځته کړي وي ټؤل
هغه شيان چې دپيسو په توګه پکاريدل او له هغي جملي څخه په روسيه کې دسمور پوستکې به پر وړو وړو
ټوټو ويشل کيدلو او ددولت به پري مهر او ټاپه وهله .
په پاي کې په ١٨١٦م کال کې ددغو پيسو اجباري جريان ددولت له خوا په مربوطه سيمو کې ومنل شو داتن
خلکو بۀ په سپينو سکه وهله او سکې بۀ ديو پسه بيه لرله او دهغي پر کلي شي به دپسه عکس وه دغي سکې
په ټولو هيوادي کې دپيسو کارورکولو
په بابيل کې له ميالد ووسوه کاله پخوا قيمتي فلزات لکه ظال نقره الماس اونو ر دپيسو په توګه کاريدل او د ښو
پيسو په توګه پيژندل کيدل ددغو پيسو وزن دډير ارزښت لرونکې و نو له همد ي ځايه و چې خلکو ورو ورو
ځان ته ټکان ورکړ او داسي يو فکر يي وکړ چې دسپينو زرو او مسو مخلوط په تجارت او توليد کې ډيري
ستونزي رامنځ ته کوي نو پريکړه وشوه چې پرهري پيسې بايد ځانګړي مهر وشي له همدغه وخته دلومړى
ځل لپاره (سکه ) په تاريخ کې ثبت شوه .
پورتني فلزات په طبعت کې پر بيالبيلو ځانګړتيا وو او کمياوي بدلونونو پر خپل حال پاتي شوي دي کله چې
انسان ځيني فلزات وپيژندل او دهغو ي ځيني ځاګړني يي لکه پاڼه پاڼۀ کيدل ،ځليدل ،کلکوالي او نور يي
وپيژندل نو دهغو ي دکارولو هڅي يي وکړي له هغوي څخه يي دښکال او ښايست او له ځينو څخه يي
دصنعتي کارونو لپاره يي ګټه پورته کړه سربيره پر دي پورتنيو ټولو فلزاتو پرمصنوعي تو ګي ځيني خواص
ځان ته پيدا کول او له خپلو طبيعي خواصو څخه اوښتي چې په پاي کې له فلزاتو څخه گټه اخستي بيالبيلي بڼي
ونيو ي
دپيسو پيداکيدل دي سبب شوي چې ټولي امتعي خپل ارزښت په پيسو سره افاد ه کړي لدي ځايه وه چې کالي
1
دقيمت وړ شول يعنې دارزښت پولي افادي ته قيمت ويل کيږي.
له هغه وخته چې دپول کلمه په روز مره محاورو کې استعماليږي کيداي شي چې دډيرو شيانو معنا ولري ولي
داقتصاد دانانو لپاره خاصه معنا لري اقتصاددانان پول (پيسې )او دهغه معادل داسي تعريف کړي دي هر هغه
شي چې دشيانو خدماتو او يا دقرض په ورکړه کې په عمومي ډول قابل دقبول شي پول (پيسې )شميرل کيږي
ديو هيواد رايجي پيسې له دغه تعريف سره مطابقت لري لکه سکې،بانک نوټونه او دپيسو دنو عي څخه شمرل
کيږي هر وخت چې خلک دپيسو (پول )څخه خبري کوي هغه دهغه هيوآد درايجو پيسو څخه خبري (صحبت
)کوي .
مثًال کچېري يو څوک له تاسو څخه پيسې وغوړي نو تاسي دفعتُا خپلي رايجي پيسې ورکوي بدون له دي چې
دهغه څخه پوښتنه وکړي چې کوم نوعه پيسې په کار لري کچېر ي پيسې دبانک نو ټو نو او سکې په حيث
تعريف شي نو دا ډول تعريف د ي اقتصاد دانانو له نظره ډير محدود د ه ځکه چې چک ورکړه دکاال په مقابل
کې هم قابل دقبول ده په دي اساس جار ي حسابونه رويتي آمآنتونه دپيسو څخه شميرل کيږي کچېري دپس
آندآز حسابونه په اساني سره په سکو بانک نوټو نو اوجاري حسابونو د تبديل ووړدي هغه هم پيسې بلل کيږي
څرنګه چه ليدل کيږي داقتصاد پوهانو سده هم دپيسو دقيق او واحد تعريف نشته ځيني اقتصاددانان پيسې
دشتمني سره نوشان بولي چه پدي اساس دپيسو دتعريف موضوع نوره هم مشکله او پيچلي کيږي کله چې خلک
ووايي احمد ثروتمند ده او هغه زياتي پيسې لري نودهغه هدف داند ه چې احمد تنها زيات مقدار بانک نوټونه
سکې او يا جاري حسابونه لري بلکې هغه دزياتو اسهامو او راقو قرضه موټرو کورونو او داسي نور جايدادونو
خاوند (لرونکې)ده .
نو دپيسو تعريف دبانک نوټونو او سکو له حيثه زيات محدود وه او همدارنګه د پيسو تعريف دثروت سره هم
مترادف شوي ده چې دهم ډير پيچلي ده اقتصاددانانو دپيسو او ثروت تر منځ فرق کړي ده يعنې پيسې چې په يو
هيواد کې رايجي وي لکه بانک نوټونه سکه جاري حساب او نور شيان چې دخريد په وخت کې ورکول
کيږي له يو طرفه اوثروت ديو شخص د مجموعي داراي دارزش وسايلو په منظور دبل طرفه فرق کړي ده نه
تنها ثروت شامل ده بلکه مشتمل ده دنورو داراييو بيعه لرونکواوراقو عادي سهمونه هنري وسايل ځمکه ميز
چوکېکورونه موټر او عالوه لدي بعضي خلک دپيسو اودرآمد دکلمي څخه مترادفه استفاده کوي مثًال خلک
وايي چې احمد ښه وظيفه لري اوزياتي پيسې السته راوړي .ديو واقعي په جريان کېدوخت په في واحد کې
ګټه عايد ده دپيسو مقايسه په حقيقت کې موجود مبلغ ده چې يو معين مقدار په يو معين وخت کې ورکړي ده
کچېري تاسو ته يو څوک ووايي چې احمد زر ډالره درامد لري پدي صورت کې تاسي نشي کولي چې
داقضاوت وکړي چې احمد زيات يا کم درآمد لري بدو ن له د ي چې تاسي معلومات وکړي چې دغه درآمد
ديو کال يا يو ي مياشتي يا يو ي ورځي دهغه دي او کچېري څوک ووايي چې مريمه زر ډالر ه په کسه کې
1
لري نو په دي وخت کې تاسي دفعتًا پوهيږي چې څومره پيسې دهغي مريمي دي .
1
-١ويم ګوسترس اقتصادوسياست هاى پولې ١٣٨٥هـ ل ٢٠٠٦،م ص ١٩٣
دپيسو اهميت
ديو شي ارزش په دي پوري منحصر کيږي چې دهغه استعمال په نتجه کې افرادو لپاره انفراده ګټه او بالخره
ملي اقتصادته دهغه څه فايده رسيږي دبيلو اشخاصو لپاره دپيسو موجوديت په الندي مواردو کې ګټه ور او
داهميت وړدي .
اول -دپيسو دموجوديت په صورت کې اشخاص دخپلو ضرورتو نو درفع کولو په خاطر دانتخاب دازاد ي
څخه ګټه اخستلي شي او داشخاصو ترمنځ دضرورتونو دنه مطابقت مشکل حل کيږي پدي معني هرسړي
دپيسوپه مرسته دخپلوضرورت وړشيانو خريداري کوال شي
دوهم :دپيسو په مرسته اشخاص دخپلو ضرورتونو دقيمتونو څخه اګاهي السته راوړي چې دزيات تسکين
سبب وګرځي.اودبلي خوادخپلومحدودو وسايلو درجه بندي کوي لومړى دهغه ضرورتونودرفعه کولولپاره اقدام
کوي چې ډيرضروري وي او لږاهميت لرونکې ضروريتونودرفع کولوڅخه صرف نظرکوي .دريم :
دناڅاپي ضروريا تودتغير احتياطي په منظور خلک ذخيره کوي دپيسو يوعمده خصوصيات دنامعلومي مودي
لپاره دهغي ذخيره کيدل دي چې کوم مصرف پري هم صورت نه نيسي .
څلورم :په بارتر سستم کېيا جنسي تبادله کې دافرادو ترمنځ دضرورتونومطابق دمشکالتو پيسو رامنځته
کيدو اودانکشاف دامشکل له منځه يوړل اواشخاص دپيسو په مرسته دخپل ضرورت وړاشيا خريدار ي کوالي
شي .
پيسې دکار دتقسيم لپاره هم مهم رول لوبو ي ځکه هرشخص دخپلي خوښي مطابق فعاليت اوکار کوي چې په
نتيجه کې پيسې حاصلوالي او په بازار کې دخپل ضرورت وړاشيا چې خپلي نشي پيداکوالي دپيسوپه بدل کې
السته راوړي .
پنځم :پيسې دتباد لي دالي په توګه هم دند سرته رسوي او په دي توګه په اساني سره دملکونو تر منځ اشيا
تبادله کيږي هغه اشيا چې په يوه ملک کې نه پيداکيږي دپيسو په بد ل کې دنورو هيوادونو څخه السته راوړل
کيږي پيسو نړيوال تجارت ته ترقي ورکړه .
شپږم :دارزشونو داندازه کيږي وسيلي يا واحد په توګه هم پيسې وظيفه سرته رسو ي او اشخاص دخپلو اشياو
ارزش دپيسو په شکل ذخيره کوي .
اووم :دپيسو په صورت کې اشخاص دخپلو عايداتوڅخه يو ه برخه دتوليدي هدفونو په منظور جداکو ي او پدي
ډول دپانګي اچوني په نتجه کې ددولت په پيدايښت اندازه زياتيږي په نتجه کې دخلکو دژوند سطحه لوړيږي او
دکار وبار ساحه پراخه کيږي .
اتم :د پيسو په مرسته دقرضونو جريان کې ډيري اساني رامنځته شوي اشخاص چې دخپلو محدودو وسايلو په
مرسته خپل ضروريات رفع نه کړاي شي نودپيسو په شکل قرضه حاصل او خپل ضروريات رفع کوالى شي .
1
1
-١حمدهللا ((نظامي)) پول وکريدت ص ٦-٥
دوهم فصل
دپيسو(پول ) دندي
دپيسو دندي او وظايف په لومړى سر کې لکه څنګه چې دهغوي په تاريخي منبع کې ذکر شول يو څه ساده وي چې
دوسني پيړي له دندو سره بشپړ توپيردرلود .
نني پيسې پنځه موهمي دندي سرته رسوي چې په الندي توګه تري يادونه کوو .
پيسې دارزښت دمقياس په توګه دامفهوم لري چې دپيسو په واسطه دنورو اجناسو ارزښت اندازه کيږي يعنې پيسې
دنورو ټولو اجناسو ارزښت سنج بلل کيږي .ځکه چې خپله ارزښت لري او يو متريک وزن حيثت لري کټ مټ دنورو
او زانو په شان ده اندازه ګيرۍ په توګه عمل کوي
ده اجناسو قمت دارزښت دپولي افادي څخه عبارت دي لکه کچېري يو ه ټوټه رخت دلس ګرامو سروزرو سره مساوي
وي نو لس ګرامه سره زربه دهغه وخت دقيمت څخه عبارت وي داقتصاد په علم کښي دپيسو دارزښت دمعيار دوظيفي
يو پرابلم دادي چې ځيني وخت قيمت دجنس دارزښت دپولي افاده کونکې په توګه دهغه دارزښت څخه کله کله کميتًا
يادکميت له پلوه انحراف مومي چې دبازار دعرضي او تقاضا دبدلون پانله ده دقيمتونو دټاکلو په خاطر يو معين مقدار
وزن په چې دپولي واحد په توګه ټاکل شوي دي ا ړتيا ليدل کيږي يعنې دقيمتونو معياربايد وټاکل شي قيمت اکثرًا
شرطي بڼه لري دپيسو دغه دنده هره ورځ يا ورځنيو چارو کې ليدالي شو
خلکو عوايد لګـښتونه دبانکونو کيسوي ( ذخيروي) او کريديتي پالنونه هغه عمده شرايط دي چې پالن جوړونه او
دپولي معامالتو تنظيم تامينوي
بايد وويل شي چې دپولي معامالتو دتنظيم لپاره دپولي معامالتو له قانون څخه استفاه کيږي:
دعرضي او تقاضا دعملکرد سره سم مستهلکين کوالي شي د پيسو له تبادلو دندي څخه په استفادي سره توليدونکې
دخپلو تقاضاو وسره سم دمحصوالتو دبيالبيلو ډولونو دپراختيا او بدلون ورکولو ته اړکړي څومره چې امتعي په
لوړو بيعوخرڅالوته عرضه شي پر همغي اندازي دهغوتبادلولپاره زياتي اند ازي
پيسو ته اړتياده هر څومره چې دپيسو ددوران چټک والي زيات وي او دتبادلې دهر پولي واحد په واسطه زيات کالي
وپلورل شي پر همغي اندازي کمو پيسو ته اړتياده ځکه چې دخرڅالوقيمت دکسر په صورت او دپيسو ددوران
چټکوالي مخرج کښي نو دمخرج دقيمت لوړيدل دعددد کمښت ګرځي ډيرو پخوا وختونو کې يعنې دطاليي پيسو دوران
په وخت کې ددوران يا ګردشت الندي پيسو اندازه په خود بخودي توګه ټاکل کيده يوه معينه اندازه پيسې (طال) له دران
څخه اضافه پاتي کيدي چې دګاڼو پر بڼي ذخيره کيدلي اوپيسوته اړتيا په زياتيدوسره هغه طال چې ګاڼو په شکل ذخيره
شوي وه بيا ددوران لويدله ددوران دوسلي په توګه داوسني کاغذي پيسودرامنځ ته کيدو علت داسي شرحه کولي شو
چې په لومړيو وختونو کې پيسې له فلزاتو څخه جوړيدي او دتبالي دوسيلي په تو ګه کاريدلي خو وروسته دغو پيسو
ټاکلي ريخت او ابه شوي بڼه وونيوله چې په هغي کښي تر تيب ټاکل شوي او طالي پيسې په لويو او کوچنيو دندو کې
دتبادلې دنده درلوده يعنې په کم قيمته او لوړ قيمته اجناسو تبادله کيږي نو ځکه ده هغو دټوټه کيدو پرابلم رامنځته شوي
چې دهغو داستهالک سبب کيده نو همداوه چې هغو پر ځاي دارزان بيعه فلزاتو څخه فلزي سکې رامنځته شوي لدي امله
چې دغه فلزي سکې درندي وي او دهغو ساتل هم ګران ول نو کاغذي پيسې رامنځ ته شوي نن ورځ په ټولو هيوادونو
کې کاغذي پيسې په زياته اندازه ددوران يا دتبادلې دوسيلي په توګه دنده سرته رسوي .
دلته پيسې ددوران دوسيلي په تو ګه ندي پکارشوي بلکې دپرداخت دوسيلي په توګه يي دنده ترسره کړي دلته پيسې
دقرضي دورکړي دماليي او دکارګرانو دمعاشاتو او نورو پرداختونو پر بڼي عينًا لکه دروز مره معامالتو په شان دند ه
سرته رسو ي .
دپيسودورکړي يا پر داخت دنده هغه وخت پيل کيږي چې پيريدونکې يوجنس له پلورونکې څخه اخلي خوپه هماغه
وخت کې پيسې نه ورکوي له همدي ځايه ده چې دورکړي يا پرداخت دنده سرته رسوي
زمونږپه هيواد کې اکثرا اجناسواونورقيمتي شيانو په پلورلواوپيرودلوکې دغه
ډول تبادلې ليدل کيږي کله کله حتي قيمتي په بيالبيلوقستطونوسره ورکوالي شي دکريديتي (اعتباري)مناسباتوال زياتي
ودي سره دغه سستم (اعتباري تبادي) زياتونه وموندله همدارنګه پيسې دورکړي دنده هغه وخت سرته رسوي چې
ځينوتصديو اوموسساتوخپل اجناس په يووخت پيرودونکوته رسولي وي اوخپلي پيسې په بل وخت ترالسه کړي يا
مثاليوکارګرڅوورځي کارکوي اوخپل حساب نيسي ورسته بيا مزداومعاش په ډول ورته ورکول کيږي دکريدت څخه
داستفادي په وخت کې هم پولي مکلفيتونه ايجادشوي اوهرکله چې قرضدار په ټاکلي وخت کې خپل پوراداکوي پيسې
دپرداخت يا ورکړي دنده سرته رسوي
دغه رازدټولنيزوبيمو بڼه هم دتصديواوموسسواوکارګري اتحاديوپه وړاندي دورکړي بڼه لري چې
دادخلکوموسسوياتصديوپروړاندي دبيمه کونکومکلفيتونه دي دپيسودغه وظيفه داقتصادي محاسباتو په ټينګيدوکې
سترنقش لوبوي
بوديجي ته دکريديت اوپرداختونوورکړه ددي غوښتنه کوي چې تصدي اوموسسي بايددمحصوالتو دخرڅالواوتوليد
پالنونه اجراکړي .
دپيسودغه ځانګړتيا په بانګوالي فرماسيون (جوړښت ) کې ليدل کيږي چې اوس يي هم په بنګوالي کې په عقالنه توګه
زيرمه کوي يوبانګوال خپلي پيسې پرته له توقف اوځنډڅخه په دوران کې اچوي داځکه چې ددوران په نتيجه کې دته
نوره ګټه هم ترالسه شي زيرمي په بيالبيلوبڼوصورت نسي .
دپيسوزيرمه کول يعنې ترټولودغه قوي امتعه دټولوخلکوهيله ده خو په بانګوالي نظام کې دپيسوزيرمه کول ځانله يوه بله
بڼه ځانته نيسى ځکه چې په دغه نظام بانګوال هڅه کوي ترڅوخپلي پيسې په دوران کې واچوي نه داچې هغه په
صندقونوکې واچوي اوزيرمه يي کړي بايدوويل شي چې داقعي پيسوپه توګه دسروزوذخره کولو ته په پانګوالي نظام
کېهم توجه کيږي دپانګوالي هيوادونو ترمنځ دسروزرودذخيره کولودوامداره رقا بت موجودده په هيواد کې زيرمي نه
يوازي دنقدوپيسو پر بڼي بلکې کوال شو چې بيالبيلوبڼوسره ذخيره کړو چې په الندي ډول دي .
-:١په بانکونوکې دتصديوموسسواوکوپراتيفونووجهي اودولتي بودجه له دي امله چې پيسې داقتصادي پالن
جوړوني عمده عامل ده نوځکه داضافي محصوالتويوه برخه دتيارو اوثابتو وسايلو په بڼي پر عيني توګه ذخيره
کيږي اودپيسو په زريعه ښودل کيږي هغه استهالکې زيرمي چې دګټي اخستني تر وخته دبانکې حسابونو پر توګه
پر ذخره وي ډول موجودي دي او همدا رنګه داضافي توليد هغه برخه چې دعوايد و پر بڼي دتصديو په واک
کېدي هم داستفادي تر وخته پوري دذخيري او زيرمي بڼه لري
-:٢همدا رنګه دانفرادي اشخاصو دعوايد و يوه برخه چې هغو دي تجملي اجناسو دپيرودلو پر منظو ر پس انداز کوي
هم دذخيري او زيرمي بڼه لري
بايد حقيقي او سياله ذخيره يو له بله سره پرتله شي سيال ذخاير هغه پيسې يا زيرمي دي چې دورځنيو لګښتونو لپاره
ذخيره شوي وي او په تد ريجي توګه مصر ف کيږي .
حقيقي او ثابته زيرمه هغه زيرمه او پيسې دي چې په ورځنيو شيانو نه مصرف کيږي او په بانک کې يا شخصي
صندقونو کې يي زيرمه کړي دي چې ي په تير و مباحثو کې پر ي رڼا اچول شوي ده .
په لنډ ه تو ګه بايد ووايو چې تل يو ټکلي مقدار پيسې دخلکو په الس کې و ي او له هغو څخه په ورځنيو معامالتو کې
دتبادلې دوسيلي په توګه ګټه اخستل کيږي دغه ډول پيسې ذخيره يا ثروت نه بلل کيږي پيسې هغه وخت ثروت ګڼل
کيږي چې راکدي وي دخلکو دذخيرو او زيرمو زياتوالي د هغو ي درفا او دژوند دښه والي ښودونکې دي
بايد داهم وويل شي چې سره زر تل دنړيوال بازار او نړىوال معامالتو حتمي وسيله نده لکه بعضي وخت دولتونه
دتبادلې عمليه په بارتر ډول تر سره کوي.
يواځي کچېر ي دمعاملي په پاي کې دتبادله شوي کاليو دقيمتونو دتبادله شويو کاليو دحجم او ارزښت تر منځ تفاوت
را برسيره شي نو هغه پر نغدو پيسو محاسبه مجرا کيږي نو ر تجارتي او مبادالتي معا مالت ټول دپيسو په واسطه
مستقيمًا او پرته دطال دباالواسطه شتون څخه تر سره کيږي .لکه په نړيوالو پورته ويل شوي اقتصادي معامالتو کې
پيسې دنړيوالو پيسو نقش او دنده تر سره کو ي يعنې پيسې دغه دظيفه دنړيوال تجارت غير کاالني عملياتو په ساحه
کې( قرضونه له يوه هيواد ته دپيسو دانتقال او نورو ساحو ) ا و همدارنګه په بين المللي اړيکو کې پر خپلي واقعي او
اصلي بڼي يعنې دطال يي پيسو پر بڼي سر ته رسوي .له پو رتنيو تشريحاتو څخه داډول پايله اخستل کيږئ چې په
نړيوالو معامالتو کې دپيسو ونډه اخستل دهغه ددندو څخه شمير ل کيږي چې دغه دنده دامتعه وي مناسباتو معامالتو او
کلي اړيکو دودي او پراختيا څخه را منځ ته شوي دپيسو دغه سي دندي په نړيواله سطحه دهيوادو ترمنځ دراکړي
ورکړي په مناسباتو کې ډيره اسانتيا راوستي همدا اوس اوس په نړيواله سطحه دپيسو کريديتونه بسپنيزو پورونو او
بالعوضو مرستو نړيوال صندقونه وجود لري نن ورځ هيڅ يو هيواد نشته چې پيسې يي په نړيوالو اړيکو کې نړيواله
1
دنده ونلري.
کله چې يوشي (يوجنس)دبل شي سره مستقياتبادله شي دغه عمل ته جنسي تبادله واي .هغه تبادله چې
ددوکسانوپه منځ کې دشيانوپه مقابل کې صورت مومي دهغه مطلوبيت درجي پوري اړه لري چې هغه ته اړتيا
لري ځان سره ټاکي.
دجنسي تبادله ځيني مشکالت رامنځ ته کوي:
لومړى :ددوکسواحتياجات سره يوشان اومشابه نه وي.
دوهم:ددوجنسو(شيانو)دتبادلې نسبت مشخص نه دي.
اوبل اخره دجنسي (جنس په جنس)عمده ستنزي دادي چې تل نشوکوالي دمعاملي وړدوه شيان يادوه خدمتونه
يودبل سره منطبق کړو نظرپه حدي مشکل اوستنونزي په راکړورکړه کې پيسې رواج شوي..
له پيسوڅخه په استفادي سرراکړورکړه په دوه مرحلوکې صورت نيسي.
لومړى خر.څال و دوهم پيرودل (رانيول)
پيسې په تبادلوکې درابطي رول لوبوې اوتبادله اوراکړه اوورکړه دپيسو سره په چټکتېاپه اسانتيا صورت
2
نيسي.
1
-١ګالب شاه(سبحانى) دساپي څيړنواوپراختيامرکز دجنس توليدجنس اوپيسى ١٣٨٥هـ ل ص ٥٥-٤٣
2
-١سيف الدين(سيحون)دارک ګرځنده کتابتونواداره ١٣٨٠هـ ل ص ٧٧
دريم فصل
دپيسو بڼي
په يواقتصادکې پيسې دثروت دذخيري په توگه پيژدل کيږي اودثروت عمومي تجسم دي چې اخستونکې په
راتلونکې کښي هرڅه چه وغواړي اخستالي ئي شي .
سره اوسپين زراوکاغذي پيسې يوځل اودفعتامنځ ته نه دي راغلي د()١٨پيړي نه راپديخواپه زاتره هوادونوکې
دسروزروڅخه دپيسوپه توګه کاراخستل شوي دي په پرمختللي اقتصادکې پيسې الندي بڼي لري.
١سره اوسپين زر -:سره اوسپين زر چې کاملي پيسې هم بلل کيږي دارزښت لرونکې دي چې
دامتعودتوليددتاريخي ودي په پايه کې رامنځ ته شوي اودنوروامتعودارزښت معياردي.
٢کاغذي پيسې -:کاغذي پيسې دسروزروياکاملوپيسونخسه ده چې دکاملوپيسوارزښت ښي اوددولت له
خواخپريږي همدارازکاملي پيسې ددوران دوسيلي په تو ګه بدلوي.
٣کريديتي پيسې(چک اوويکسيل) -:په پرمختللوهيوادونوکښي پرکاغذي سربيره کريديتي پيسې هم شته چې
ساده بڼۀ يي له تبادلوي سندونو څخه عبارت ده تبادلوي سندونه هغه سندونه دي چې په هغه کې پوروړي
وعده ورکوي چې يوه اندازه پيسې به په زکرشوي موده کې ورکړي دبيلګي په تو ګي حجت دپيسو دنده تر
سره کوي ځکه چې ديو ه الس نه بل الس ته ځي په نومړي سرکې تبادله وي سندونه دشخصي حجت په بڼه
د کريديتي پيسو په توګه څرګند شول چې دپيژندونکې له خوا ليکل کيده چې السليک کوونکې يي نه پيژندل له
دي وروسته بانکونو حجتو نه تنزيلول او بانک پربانک نوټ بدل کړل.
بانک نوټ دبانک يو ه حواله ده چې په بد ل کې يي راوړونکې هر وخت کولي شي چې دبانک څخه نغدي
پيسې واخلي .
نوټونه چې دي بانک لخوا تهيه شوي دي هر وخت کولي شي چې دسرو زرو او نورو سکو سره تبادله شي
ځکه چې بانک نوټ د سروزرو پر ځاي منځ ته راځي نو تنزيل نه ورکول کيږي
دپانګي پر ودي دسرو زرو کمي رامنځ ته شو او ورورو په مرکزي بانکونو کې به دذخيري په توګه ساتل
کيدلي چې په لومړى پړاو کې بانک نوټونه او حجتونه دسروزرو سره دتبادلې وړول خو وروسته دغه نو ټونه
1
غير قابل تعويض نشر شول چې بانک نوټونه بي دکاغذي پيسو په قطار کېراوستل.
دغه کارتونه دپوراواعتباري کارتونوپه څيردي نوتوپيريي پدي کې دي چې دارزښت ساتني کارتونه دثابتورسمي
مبلغولرونکې دي دارزښت ساتني کارت عادي ډول مخکې له مخکې دټاکل شووډالرواخستل دي چې مصرف
ؤنکې يي په راتلونکې کې مصرفوي دارزښت ساتني ترټولوښه ازمويل شوي کارتونه هوشيارSmart Card
کارتونه دي چې دکمپيوټري چاپ لرونکې دي پدي اساس کوالي شوداړتياپه وخت کې دخپل مالک دبانک دبانکې
حساب څخه رقمي پيسې مصرف(ولګوي) هوشيار Smart Cardکارتونه کوالي شي د ATMماشينونوشخصي
کمپيوټرونواوځانګړوتلفونونوله الري دمعامالتوکړني ترسره کړي پدي وروستيوکې دارزښت ساتني کارتونه د
U.S.Aڅخه بهرهم معمول شويدي چې ډيري دکمپيوټري پروګرامونوله الري په
استراليا،کاناډا،چېلي،کلمبيا،ډينمارک،فرانسه،اټاليا،پرتګال،سنګاپور،هسپانيه،پايوان اوانګلستان کې ترسره کيږي
دهغوي يوستونزمن پروګرام ته په لندي کې دموندکس Mondexشرکت له خواانکشاف ورکړشوچې خپل
ازمايښت يي په ١٩٩٥په جوالي دانګلستان په Windonکې پيل کړ.
نه يواځي دمندکس هوشيارکارتونه Smart Cardدپيسو دانتقال توان يواځي دمصرف کوونکواوپرچون
خرڅوونکوترمنځ لري بلکه دمصرف کوونکواوبانک ترمنځ يي هم لري ولي دافرادوترمنځ دالکترونيکې پيسو
انتقال ته اجازه ورکوي.پيسې کيداي شي ديونفرله کارت څخه په الس کې لرلوبي سيمه ابزاروله الري دبل شخص
کارت ته انتقال شي چې الکترونيکې کيفيت نومول شوي ځکه چې هغه کوالي شي داستندردوپيسوديوکيف ټولي
دندي ترسره کړي دساتل شوي تلفون نمبراونورومعلوماتي اجزاؤپه ګډوي دپيسوساتلولپاره.
-٤الکترونيکې چکونه:
دغه چکونه دانټرنيټ څخه استفاده کونکوته اجازه ورکوې چې خپل صورت حساب په مستقيم ډول دکاغذي
چکونوداستلوڅخه پرته ورکړي اوکارکوونکې دچک مثل په خپل شخصي کمپيوټرکې ليکى اوهغه بل شخص ته
انتقالوي چې په خپل وارسره بانکې حساب ته ليږل کيږي که چېري ترالسه کوونکې بانک اعالن وکړى چې
الکترونيکې چکونه سم دې پدي وخت کې دپيسويوه اندازه دليږونکې له بانکې حساب څخه دترالشه کوونکې بانکى
حساب ته انتقاليږي.
دنظرخاوندان په دي عقيده دي چې الکترونيکى چکونه ٣/١برخه مصارف دکاغذي چکونودمعامالتومصارف دي
دغه ګټه چې دمصارفودکموالي په نتيجه کې رامنځته کيږي ډيرۍ سازمانونه دالکترونيکې چکونوورکړي ته
هڅوي مثًال د ١٩٩٤په مي کې دويرجنيادعامه شتمنۍ حساب ځيني ښاري حسابونه دالکترونيکى چکونوپه واسطه
1
وکول کيدل
څلورم څپرکې
دزرو( )Moneyپيژندنه
هغه څه چې عام خلک ترينه په راکړه ورکړه کې دآلي کاراخلي اوديوشي دارزښت دمعلومولوتله (ترازو) وى اوپه
مرسته ئي ديوشي قيمت هم خوندى ساتل کيداي شي زربلل کيږې هرکله چې دغه دري واړه ځانګړتياوي يوشى
په عربي کې(نقد) اردوکې(زر)اوانګريزى کى ورته Moneyوائي دقيمت ولرې په اقتصادى اصطالح ورته
له ساتلوڅخه مقصد دادې که چېرته له چاسره څه ايښې وى قيمت به ئي کله لوړاوکله ټيټ وى دابه ضرورنه وى
چې خريدارى تل وې ځکه چې ارزښت تل په يوحال والړنه وې.
خوکه چېرته ئي په ځاې زروساتل شي نوپه عاموحاالتوکې (له ناوړه حاالتوپرته)به ئي دهغه شى بيه دزروپه
واسطه وساتل اواصلي ارزښت به ئي په خپل ځاى پاتې وى بله داچې په زروباندى هرڅه هروخت ترالسه کيداې
١
شي.
دوهم ډول پولى واحدهغه دى چې په هغه باندى راکړه ورکړه تريوې ټاکلې اندازې پورى په قانوني توګه محدوده نه
وى لکه کاغذى روپۍ دغه ډول پولي واحدته په عربى کې (عملة غيرمحدودة)اوانګريزي کې (
)Unlimitedligaltenderوايي.
داسعارودبيعوټاکنه
دمختلفوهيوادونودپولي واحد دخپل منځي ادلون بدلون قيمت بايد څه ډول وټاکل شي؟
ددى لپاره په بيالبيلووختونوکې هيوادونوګڼ شميرطريقي کارول کيږى داچې په نړۍ کې په کال ١٨٨٠م نه تر
١٩١٣م پورى طالئي نظام راواج درلودله دى مخکې هم طالئي نظام رواج الره خوپه دومره پيمانه نه وه په
طالئي نظام کې په دهرهيواد پولي واحد دسروزرودځانګړى معلومې کچې استازيتوب کاوه دمثال په توګه انګلستان
داپتيلې وه چې ددوى ديوه پونډترشابه دومره اندازه طالوى په همدشان امريکاپتيلې وه چې ددوى دډالرترشابه
دومره اندازه سره زروى اوپه طالئي نظام کې به ددغودواړوهيوادونوترمنځ دپولي واحدونودبلون بيه
دهغوترشادپرتوسروز روپه تناسب ټاکل کيدله په دى معنى چې دهرهيواد دپولي واحد ترشا څمره سره زرپراته دى
؟
اوپه دى تګه به ددووهيوادونو دنوټونودادلوبدلون په مهال کتل کيدل چې څمره سره السته راځې له هغې کچې سره
سم به دپولي واحدونوتبادله کيدله دمثال په توګه کچېرې دانګلستان ديوپونډترشابه څلور تولي سره اودډالرترشا دوه
ترلي ووددواړه ترمنځ به دادلو بدلون توپير يو په دوه وى اويوپونډبه په دوه ډالره بدليده.
دوخت په تيريدوسره کله چې طالئي نظام هم له منځه والړاوپه ځاى يي بل وى نظام منځ ته راغى مونږه ددغه
نوې نظام دپيژندلو په الره کې دي ته اړيوچې لومړى هغه بلونونه وڅيړوکوم چې په نړيواله سوداګرۍ کې منځ ته
راغلې دلومړنې نړيوال جنګ څخه وروسته کله چې ددنيااقتصادي حال خراب شواوپه کال ١٩٣٠م کې په نړيواله
سطح اقتصادي سوړبازارمنځ ته راغى ټولوهيوادونودنوټ په مقابل کې دسروزروورکړه بنده کړه اوپه ځانګړي
توګه کله چې له دوهم نړيوال جنګه ورسته انګلستان اوورسره نوره لويديځه نړۍ په اقتصادکې په اقتصادي لحاظ
ډيره کمزورى شوه اروپائي هيوادونودامريکاپه مرسته چې په اقتصادي لحاظ ډيره غښتلې اودسروزروډيرى
زيرمې يي هم لرلې يونړيوال کنفرانس راوباله دغه کنفرانس دامريکادبريټن وډز() Brettonwoodsپه ښارکې
پرانستل شواواجنداوى يي داوى چې نړيوالې سوداګرۍ ته بايدڅه ډول وده ورکړل شي ؟
پانګه اچونه () Investmentڅه ډول راجلب شي ؟
دزرويوداسې نوې نظام څه ډول جوړشي چې پکې دطالئي نظام زړى نادودى نه وى؟
دکنفرانس په پاى کې ددرى ځانګړوادارودجوړولوپريکړه وشوه دزرونوى نظام يي جوړکړ.
قيمتPrice
قيمت( )Priceدجنس ارزښت په پيسوسره ښودل کيږي چې دهغه دجنس له قيمت څخه عبارت دى.قيمت په
بازارکې دعرضي اوتقاضاله مخې بدلون موندلى شي لکه څرنګه چې پخواوويل شول هغه جنس دى چې دتبادلې
لپاره توليد يږي خومخکې له دى چې دتبادلې په جريان کې داخل شي دهغه ارزښت اندازه کيږى دغه
کاردپيسوپواسطه ترسره کيږى اوددغي دندى داجرالپاره پيسوته اړتياشته پيسې داغه دنده په بريالۍ توګه ترسره
کوى داجناسوڅښتن پرخپل وخت پرجنس بيه ږدى اودهغه ارزښت پرپيسو (سروزرو)ټاکې يعنې دجنس ارزښت
1
-١محمدتقى عثمانى اسالم اونوى اقتصادنفيس خپرندويه علمى ټولنه ١٣٨٣هـ ل ص ١٣٢-١٢٧ص ١٥٠-١٤٩
پرټاکلې مقدارسروزروسره افاده کيږي لکه که چېرې يوه جوړه بوټ دلسوګراموسروزروسره مساوي وي پدي
صورت کې ديوجوړه بوټ ارزښت په لس ګراموسروزروسره ښودل شوى اوراکړه ورکړه يي پرپيسو په همغه
قيمت لنډيږي ددغه جوړه بوټ قيمت ددى ښودونکې دى چې دبوټ ارزښت ديومقدارسروزروسره مساوي دى
نودجنس دقيمت تغيراوبلون دپيسو دارزښت په بدلونونوپوري اړه لرى په بازارکې کالي پرټاکلې قيمت تبادله کيږي
يعنې مستهلک اومئولد،پيريدونکې اوپلورونکې په يوه نقطه کې موافقي ته سره رسيږي اوتبادله صورت نيسي په
همغه نقطه کې چې عرضه اوتقاضاقيمت ټاکې ددغو قيمتونوته معادل قيمت ويل کيږي .
دغه نقطه دعرضي اوتقاضادمنحني ګانو دتقاطع نقطه ده په مارکيټ اوآزادبازارکې ددغي نقطې پيژندل داقتصادعلم
يوپرابلم دىغرضه اوتقاضاهغه عوامل دى چې دبازارمفهوم يي رامنځته کړي عرضه ( )Supplyهغه مقداريااندازه
کاالدى چې په بازارکې دخرڅالؤلپاره موجودوى .
ياهغه مقداراقتصادي اموال چې په يوټاکلي مقدارپيسوسره په يوټاکلې وخت کې دخرڅالؤلپاره چمتوشوى وى په دى
ترتيب سره که چېري دوه سوه واحده له يوکاليوڅخه چې هرواحديي پرپنځه ډالره بازارته عرضه شي نووايوچې
عرضه دوه سوه واحده له مخي پنځه ډالره فې واحده ده.
په هرهغه اقتصادي بحث کې چې دکاليو اوپيسو دجريان په هکله وي نودعرضي (دکاليومقدارپه بازارکې )اوقيمت
(پيسې)دپرابلم څيړل حتمي خبره ده.
په لنډډول عرضه دکاليواوخدماتوهغه مقداردى چې په يوټاکلې مقداروخت کې ټاکلې قيمت سره بازارته وړاندى
شي.په لنډډول تقاضادجنس هغه مقداردې چې په يوټاکلي وخت کې به ټاکلې قيمت سره وپيرودل شي دغه مفهوم
دبازاردتقاضاپه نوم ياديږي.
پنځم فصل
انفالسيون Inflation
انفالسيون دقيمتونوپه سطحه کې يوآنې اوناڅاپي اوپراخ لوړوالى دى.
انفالسيون ياپولي تورم هغه وخت پيښيږي چې دپيسواندازه ددوران دننه پيسو له عرضه شويو خدماتو اوکاليو په
پرتله زياتې وى ياپه بل عبارت انفالسيون هغه حالت دي چې دملې پيسو په وړاندي عامه اعتماد له منځه تللې وي
اوخلک پديه هڅه کې وې چې پيسې په امتعه تبديلي کړي .
دپولي تورم اوانفالسيون په مخنوي کې ياټيټولوکې دولتي مالي پاليسۍ الزمي دي ددى پرابلم سره ديوبل حالت
پيښيدل هم امکان لرى چې دمازادتورم ياانفالسيون دتفاوت په نوم ياديږي اواحصائيوي اصطالح ده چې له هغه
څخه موخه دپيسوهغه مقداردى چې دهغې اندازى څخه چې دکامل استخدام دتامين لپاره په فرضى توګه الزم دى
دحکومت اوخلکو له خواپه اضافي توګه ولګول شي.
لکه څنګه چې مو دخپل بحث په يوه برخه کې وويل کاغذي پيسې داعتبارله مخې دطالپرځاى استعماليږي خوپه
دغه صورت کې دپيسومقداراودجنس دبيعي ترمنځ ځينى ځانګړتياوى شته کاغذي پيسې يوازي دجنس ددوران لپاره
پکاراچول کيږى اوخپله هيڅ ارزښت نلرې البته داخبره بايد په يادوساتو چې مونږ دخپل بحث دپيل څخه امتعه
توليد،تبادلې ،ارزښت ،پيسودپيسو تبادلوي يادورانې دنده اوقيمت په هکله غږيدلى يو نوددى لپاره چې په اوسنې
موضوع انفالسيون باند ښه وپوهيږو نو دنوموړيو مفاهمو رايادول مونږ سره مرسته کوى.
که چېرې دکاغذي پيسو دارزښت مقداردسرواوسپينوزرواونوروقيمتي ګاڼوله ارزښت سره برابروى نوپدې
صورت کې کاغذې اوفلزي پيسې اودقيمتې ډبرو دپيرودلو قوت يوشان دى اوڅه تورم (انفالسيون)کړکيچ نه رامنځ
ته کوې خوزياتره دولتونه دخپلو لګښتونو دپوره کولو لپاره دټاکلى حجم څخه زياتى پيسې نشروى لکه دضرورت
وړمقدارپيسو پرځاى څلورنه ترپنځه اويازياته اندازه پيسې نشروى اوپه دى ډول قيمتونه لوړيږي اوهغه چې دثابتو
عايداتو لرونکې مستهلکين د سخت ترفشارالندى راځى چې دى حالت ته دپيسو بهران ياانفالسيون وايي .
په افغانستان کې له ١٣٧١هـ څخه تر ١٣٨١هـ کال پورى همداحالت موجودؤانفالسيون دهغه چاپه اقتصادي
وضعه زيات تاء ثيرکوى چې ثابت عوايد ولرې لکه کارګران اوددولت کارمندان داځکه چې ديوموړيو کارګرانو
مزداومعاش په خپل حالت وې خودشيانو نرخ لوړځي برخالف دغه حالت کيداى شي دځينو کامندانو په اقتصادي
ژوند ډيره بده اغيزه ونکړى لکه يوتات جرکوالى شي دپيسو په لوړيدوسره دخپل واردشويو شيانو (جنس )قيمت په
خپله خوښه لوړبوځى دده عايد متناسبًا لوړځى اوياکسب کاران اوپيشه وران دانفالسيون په پيښيدو خپله اوجوره
متناسًا لوړه بيايي چې هغوى ته دومره داحساس وړنده سره لدى چې داحالت په مجموع کې دهيواد ملي اقتصادته
تاوان رسوونکې اوداقتصادي توازن ګډوډکيدونکې دى خوډيراقتصادي تاوان دثابتو عايداتولرونکوته دي .
دانفالسيون درامنځته کيدوعوامل بيالبيل دي لکه دامتعو دتوليدراټيټيدل اوداساسې اقتصادي څرخونو پڅيدل مثًال
دصنعتې زراعتي اوتجارتي محصوالتو په توليد اوعرضه کې کموالي دپيسو دنشرپراخيدل اوداسې نور.
لکه چې ورته يوڅه يادونه وشوه تورم هغه وخت احساسيږي چې په ټاکلې اندازې پيسو باندى ټاکلې مقدار جنس
چې پخوابه يي په اخستلو اواوس يي نشي اخستلى چې پدى صورت کې پيسې خپل ټاکلې ارزښت له السه ورکوى
اوتورم ياانفالسيون منځ ته راځى.سره زراونورقيمتي احجارارزښت لري اوپه آسايۍ سره دهغوي ارزښت نه
کميږي خوکاغذي اوفلزي پيسې تل په نوساناتو (بدلو) کې وى اوخپل تبادلوې ارزښت دنورو پيسو په مقابل کې
کموى اوددى عمده علت هغه اقتصادى بهرانونه دى چې دځينو هيوادونو اقتصاد دهغه سره تل الس او ګريوان وى.
دمثال په ډول د ١٩٨١م کال داقتصادى بحران څخه پخواديو امريکايي ډالر پشتوانه ٠.٨٨٦٧١ګرامه سره زرول
اوله دى بحران څخه وروسته ديوامريکائي ډالرپشتوانه ٠.٨١٩٣٥٥ګرامه اوپه ١٩٧٢م کاد ٠.٧٣٧٤١ګرامه
سروزروپه راولويده په تيره بياداډول پيسې په جګړواوځينو نوروفوق العاده حاالتوکې پيښيږي آن ترزرووارو هم
نرخونه پورته ځى مثًال ددوهم نړيوالى جګړى په وخت کې آلمان دسخت انفالسيون سره مخامخ شو.
دامريکا په متحده اياالتو کې کاغذى پيسې د ١٩٣٩م کال څخه تر ١٩٦٩م کال پورى ٦.٤مليارده ډالروڅخه ٢٩
ملياردوډالرونه لورشوى.دغه حالت ددولت له خوادپيسو دريفورمون درامنځته کولو اونويو پاليسيو په غوره کولو له
منځه ځى.
ډيفالسيون Deflation
ډيفالسيون په ملې اقتصادکې يوله هغوپرابلمونو څخه دى چې دامتعوى توليد اوپه بازاکې دمحصوالتو اواقتصادى
اموالو اوپيسو دانډول سره نيغ په نيغه اړيکې لرى څومره چې ټولنه کې اقتصادي مناسبات دپيسو دوران اودامتعي
دتوليد پروسه پيچلې کيږي يادهغو په اړوندبيالبيلې پاليسۍ غوره کيږې دغه پرابلم يعنې دډيفالسيو ن پرابلم مطرح
اومنځ ته راځى ډيفالسيون دقيمت عمومي سطحه کې يوټيټ والې دى بايد يولوستونکې په سطحې توګه فکر وکړي
چې ډيفالسيون يواځې داينفالسيون برعکس دى داسې به ښکارى خوپه حقيقت کې اينفالسيون کامًال بيل اقتصادي
حالت او ديفالسيون ځانګړې حالت دى نوښه به وى چې دديفالسيون په تعريف کې يواځې داسې ونه وايو چې
ډيفالسيون داينفالسيون برعکس حالت دى بلکه پوره تعريف يي داسې دى.
ډيفالسيون دقيمتونو په عمومي سطحه کې دټيټوالي څخه عبارت دي چې دپولي چې دپولي انقبازپه نوم هم ياديږى
داهغه وخت پيښيږى چې دعرضه شؤخدماتو اواجناسو مقدارددوران الندى پيسو دحجم په پرتله زيات وى ياداچې
کله راتلونکې ويرى څخه اويادهغې په هکله دبى باورۍ له امله مستهلکين خپل مصرف کم کړى اوددوران
چټکوالى کم شي لنډه داچې ډيفالسيون دمستهلکينودکم مصرف په پايله کې ددوران دسرعت له کموالې څخه عبارت
دى ددى سره جوخت په ملي اقتصادکې دډيفالسيون تفاوت ياپولي انقباض اوتشوالي رامنځته کيږي چې په ترتيب
سره دهغوپيسو چې دموجوده قيمتونوسره دخدماتو اواموالو جذب اودکامل استخدام تاءمين لپاره په پام کې دى
اودهغو پيسو ترمنځ چې په ريښتنې توګه ددولت اوخوصوصى مؤسسو اودټولنې دافرادو پواسطه لګول کيږي
تفاوت رامنځته کيږې دهغه مقدارڅخه کمې دى چې دکامل استخدام دتاء مين لپاره الزمي وي نو ځکه دموجوده
لګښت اودهغه لګښت ترمنځ چې دکامل استخدام لپاره بايد شوي واى تفاوت موجوددى دغه تفاوت ته دډيفالسيون
تفاوت ويل کيږى.
لکه چې پورته وويل شول په ډيفالسيون کې دپيسو زيات حجم له چلن څخه باسې اودومره اندازه په چلندکې
پريږدې چې پخواداينفالسيون څخه دامتعې ددوران لپاره اودنوي زيات توليد شوي او ياکم شوي جنس لپاره ورته
ضرورت وى.
همدارنګه ډيفالسيون داسې هم منځته راتلالى شي:
-١ماليه لوړول اوهغه اندازه پيسې له دوران څخه باسې چې دماليي له الرې ددولت بودجې ته ليږدول کيږي .
-٢توليد اوخدماتې پروسس لوړوى اوپه هغه اندازه پيسې په چلندکې پريږدى چې دنوموړيو توليدى اوخدماتي
چارولپاره الزمي ګڼل کيږي.
-٣خپل صادرات زياتوى اوواردت کموى بيالنس يي اکتيف کيږي اوداکتفي برخې دتغير(بدلون) لپاره خپلوميلي
پيسوته اړتياپيداکوى اودهغه تغيرلپاره ته هغه اندازه پيسې دانفالسيون په وخت کې پريږدي اوپه غيرانفالسيون
وخت کې نوى پيسې دهغه لپاره پکاراچوى.
نولي فيکاسيون
کله چې پيسې په يونظام کې خپل ارزښت له السه ورکړى اوخپل نقش په مستحکم اونيمه مستحکم ډول سرته ونه
رسوى دولت دپيسوداستحکام لپاره مجبوردې چې په نولي فيکاسيون عمل الس پورې کړى چې پدي حالت کې
دولت نوى پيسې نشروى اوپخوانۍ پيسې ناچله اوبي اعتباره اعالنوى.
په سرمايه داري نظام کې دنولي فيکاسيون موضوع ډيره ليدل کيږي نولي فيکاسيون ددولت په تصميم سره منځته
راځې اوزړي پيسې دنويو پيسوسره تريوي ټاکلي مودى پوري بدليداي شي اوله هغه وروسته زړي پيسې له چلنده
وځې اوټول کارګران نوې پيسې دخپل کارپه مقابل کې السته راوړى.
ديولوازاسيون:
ديولوازاسيون دنولي فيکاسيون سرچپه ډول دى کله چې پرانفالسيون دپيسوارزښت کم اويايي له السه ورکړي
نوديولوازاسيون ،چې دپيسې (پول) دارزښت استقرارښيي منځته يي راوړي ياديولوازاسيون د پيسې ياپول له هغه
ارزښت څخه عبارت دى چې هغه ته داينفالسيون څخه پخواټاکل شوي دى .
که چېرى پريوپلي واحد هغه اندازه امتعه وپيرودل شي چې ديو ګرام سروزرو په بدل کې يي پيرودالى شو نوپدي
صورت کې دپولي واحدارزښت ديوګرام سروزرودارزښت سره مساوي دي که دانفالسيون په واسطه دپيسې
ارزښت نيم ګرام سروزروته ورسيږي پدې برخه کې دولت دنده لري چې دپيسوارزښت چې ديوګرام
سروزروارزښت دپنځه ګرامه سروزروته ښکته شوي دى ديوې نوې پيسې،چې ديوګرام سروزرو دارزښت برابر
دى ،تبديل کړې اوهمدغه دنيم ګرام سروزروتفاوت ددولت په غارهوي چې بايد هغه ومنې ددې خسارې دجبران
لپاره دولت بايد درامنځته شوي اينفالسيون په وخت کې هومره عوايد السته راوړې ،چې همدغه تفاوت اوتعهد
دخلکوپه مقابل کې سرته ورسوي.
په سرمايه داري نظام کې دغه دنده دمستهلکينوپه غاړه اچول کيږي اوپه غيرمستقيم ډول ماليه اوټکس اهغه دجبران
لپاره منځته راوړي.
ديوالواسيون:
دپيسودهراړخيزاستحکام الره ديوالواسيون ګڼل کيږي.
ديوالواسيون عبارت دهغه قانون څخه دى چې دهغه قيمتې مواد (دسره اوسپين) دهغه پولي ارزښت څخه ښکته
راغلي وي چې دانفالسيون څخه دمخه موجود وه يادپيسو قيمت دخارجي اسعارواودسرواوسپينوزرو په مقابل کې
کمښت اوتخفيف مومي ديوالواسيون په دوه ډوله منځ ته راځي:
الف :ښکاره ديوالواسيون :هغه وخت منځته راځي،چې دپيسوارزښت دخارجي اسعاروپه مقابل کې ښکته
راغلې وي چې ديوالواسيون تاثيرپه ښکاره ډول څرګنديږي.
دپيسې ارزښت اودهغه تغير (بدلون)داسعاروپه مقابل کې دلږ ارزښت پربدلون سره صورت نيسې دبيلګې په توګه
که چېري ديوي ميلي پيسې (پول) طالئي ارزښت يوګرام سره زروي اوپه انفالسيون کې يي طالئي ارزښت نيم
ګرام سروزروته راټيټ شي اودخارجې اسعاروارزښت ځاى پرځاى وي،نوکه چېرې پخوادوه ميلي پيسې(پول )
مساوي ديوي خارجي پيسې سره وې،نواوس څلورميلي پيسې مساوي دي ديوي خارجي پيسې(اسعار) سره کيږي
دميلي پيسې دبيرته استحکام لپاره دولت نوې پيسې نشروي،چې دهغې طالئي ارزښت يوګرام سره زروي،دې ته
ښکاره ديوالواسيون وايي
ب :پټ ياخفيفه ديوالواسيون :پټ ديوالواسيون هغه ديوالواسيون ته وايي،چې نوي پيسې نشرنه کړي
اوداتغير(بدلو)پرهغه خپل حالت پريږدي،چې څرنګه يي دميلي پيسې لپاره انفالسيون منځته راوړي دي په ښکاره
ديوالواسيون کې دپيسې اعتبارپرځاى کيږي اوپه پټ ديوالواسيون کې دميلي پيسې اعتباردخارجي پيسو(اسعارو) په
1
مقابل کې کميږي.
1
١ګالب شاه( سبحاني)دپښتوڅيړنواوپراختيامرکزدجنس توليدجنس اوپيسې ١٣٥٨هـ ل ص ٧٦-٦٤
پايله :
لکه څنګه چې روښانه ده دتاريخ په تيريدوکې پيسو ډيرساده شکل درلوداودنن ورځي دپيسوپه بڼه يي وجود نه
درلود اقتصادي معامالت اوراکړي ورکړي دومره ستونزمني وي چې اقتصادي اوسوداګريزپرمختګونه يي
ډيردخنډسره مخامخ کړي ؤ.
نن ورځ پيسې پنځه دندي (تبادلى،دمقياس واحد،دتجمع ،دورکړي وسيلي اوجهاني پيسې)پيسوپه ډول سرته رسوي
خوپخواداډول معامالتو وجودنه درلودبلکه دجنس تبادله پرجنس باندي وجود درلودچې دمعامالتوپروسه يي ډيره
دزيان سره مخامخ کړي وه.
څرنګه چې کمپيوټر اوانټرنيټ په وجودراغي پدي سره دپيسو ليږد اوراليږد هم آسانه شو اوس خلک کوالي شي
چې ډيرپه آسانۍ سره خپل اقتصادي اوتجارتي فعاليتون سرته ورسوي اوننه نۍپيسې نه يواځي داچې دتبادلې
دارزښت دټاکلو اوساتلو زيرمه کولو وسيله ده بلکه داشخاصو اوافرادو داړتياؤترمنځ لومړ يتوبونو
دټاکلو،دقيمتونودټاکلو،دمصارفواوپس اندازدټاکلو اونورووسيله هم ده.
لنډه داچې په اقتصادکې پيسې دومره مهمه اوستره ونډه لري چې دپيسو په نه موجوديت کې هيڅ فعاليت صورت نه
نيسي اوکه يي نيسي هم خوډيرکم به وي.
پيسې هغه څه دي چې دولتونه يي دځانګړواقتصادونو(پولي اقتصاد)درلودلوته اړيستلي دي.نوهرهيواد بايدخپل
پولي اقتصادتقويه کړي ترڅودخپل هيوادټولي معاملي په ښه شان اوسهولت سره سرته ورسوالي شي.
وړانديزونه
-:١ديوهيواد خلک بايد دخپل پولي واحد څخه دخريد اوفروش په وخت کې استفاده وکړي
-:٢دولت بايد داجناسو قيمتونه کنترول کړي ترڅودپيسودانفالسيون سبب ونه گرځي .
-:٣اجناس هم په يو ملي اقتصاد کې په هغي اندازه عرضه شي چې دهيواد پولي واحد ارزښت په
نظر کې ونيول شي .
-:٤اوديوهيواد دطبعي منابعو څخه په ښه توګه استفاده وشي ترڅو دهيواد پولي واحد دنوروهيوادنو
دپولي واحدنو په مقابل کې قيمتي (باارزښته) شي.
-: ٥دداخلي پيسوداعتباردلوړولولپاره دولت بايد دخپل سياسي اواقتصادي نفوذڅخه په استفادي
سره پداخلي راکړه ورکړه کې دبهرنيو اسعارودکارولومخنوې وکړي.
-: ٦يوهيوادبايد دخپل اقتصادي بنسټ دتقويي لپاره دبهرنيوموسساتومرستي راجلب اوپه داخلي
توليداتوکې دوارداتودتعويض پاليسي پياده کړې.
-٧ماليات بايدډيرلوړنشي ځکه چې دمالياتو په لوړولوسره دپيسو په دوران کې کمښت رامنځ چې
داکمښت دډفالسيون حالت سره مرسته کوي.
اخځليکونه: