Professional Documents
Culture Documents
Applied Hydroulics Part 2
Applied Hydroulics Part 2
څلورم فصل
خاورین بندونه ()Embankment dams
خاورین بندونه د محلې موادو (خاورې ،جغل )...څخه جوړیږي او ډیرو ماهرو کاریګرو ته اړتیا نلري بنا تر
ټولو اقتصادي بندونه دي او اعمار یې له ډیرې پخوار زمانې راهیسې دود دی.
په تیرو درسونو کې د خاورین بندونو په ګټو او زیانونو سره وغګیدو په دې فصل کې به د خاورین بندونو ډیزاین
تر مطالعې الندې ونیسو.
متجانس خاورین بند د هغه خاورین بند څخه عبارت دی چې بدنه یې د یو ډول مادې (خاورې) څخه جوړه شوي
وي.
د متجانس خاورین بندونو څخه د پخوا زمانې راهیسې استفاده کیږي او جوړولو ته یې هغه وخت ترجیح ورکول
کیږې چې د بند ارتفاع ډیره نه وي او همدارنګه په ساحه کې یو ډول ماده په اقتصادي ډول شتون ولري .
دا چې نوموړې بندونه د یو ډول مادې څخه جوړیږي بنا ً د اوبو د نفوذ ( ، )seepageپایپنګ ( )Pipingاونورو
مشکالتو سره مخ کیږي چې د مخنیوي لپاره یې د بند سترې بدنې باید په پام کې ونیول شي.
ددې لپاره چې د متجانس بندونو بدنې د اوبو د نفوذ له اثره تخریب نشې د بند په بدنه کې افقي ډراینیج ،د بند په
پونده کې د تیګو فلتر ( )Rock toeاو نور تدابیر ورته په پام کې نیول کېږي.
د هسته لرونکې خاورین بند هسته د نفوذ په وړاندي له مقاومو موادو څخه جوړیږي ،د اوبو د انتقال لپاره هسته د
یو انتقالې پوښ ( )Transition zoneپواسطه پوښل کیږې او بیا د نوموړې پوښ له پاسه بهرنی زون ( Outer
)zoneد نفوذ پذیر موادو څخه اچول کیږي.
هسته په بند کې د اوبو نفوذ څاري ،انتقالې زون د هغه اوبو مخه نیسي او انتقالوي یې چې امکان لري د هستې
درزونو ته الره پیداکړې او باالخره په بدنه کې پایپینګ ( )Pipingرامنځ ته شي او د انتقالي زون له پاسه د خاورو
کتله ( )Outer zoneدبند استواري زیاتوي یعنې په دې سره په بند باندې واردیدونکی فشار په لویه سطحه باندې
ویشل کیږې.
د خاورین بندونو دغه ډول تر ټولو زیات اعماریږې د هستې لپاره یې هغه ماده ټاکل کیږي چې د بند ساحې ته
نږدې موجوده وي ،د هستې لپاره مناسبه ماده شګلنه خټه ( )Silty Clayده.
دیافراګم لرونکی خاورین بند د هسته لرونکې خاورین بند په نسبت نری ( )thinهسته لري چې ددیافراګم په نوم
یادیږي او د غیر قابل نفوذ موادو لکه نفوذ ناپذیره خاورې ،کانکریټ ،فوالدو( ، )Steelد لرګیو د تختو()timber
او نورو څخه جوړیږي تر څو د اوبو د تګ مخه ونیسي او بیا د خاورو( )Earth fillاو یا هم تیګو()Rock fill
پواسطه پوښل کیږې .نوموړې هسته کیدای شي د بدنې په مرکزي برخه کې په پام کې ونیول شې ( Central
)vertical coreاو یا هم U/Sته نږدې واقع شي چې دغه ډول ته یې Blanketویل کیږې .نوموړی دیافراګم باید
د ډبرین اساس سره رابطه ولري او یاهم تر غیرقابل نفوذ قشر پورې غځیدلی اوسې.
زرات D/Sته کډه ونه کړې او هم د بند دبدنې اوبه په ښه شکل سره رد کړې.
.7د بند د U/Sاو D/Sمیالنونه داسې باید ډیزاین شي چې په بدو شرایطو( )Worst conditionsکې تخریب نشې(د
U/Sمیالنونه د اوبو په ناڅاپې کمیدنه ( )Sudden draw downاو د D/Sمیالنونه د اوبو د مسلسل
نفوذ( )Steady seepageله مخې د Full Reservoirپه حالت کې تخریبږې.
راټولونه :انجینیر میوند (سیرت) 3
هایدروتخنیکې ساختمانونه
.8د بند د U/Sاو D/Sمیالنونه باید نسبتا هموار اوسې تر څو د بند لپاره مناسب د اساس عر ()Base width
رامنځ ته شي او کوم عرضي تشنجات چې د بند په اساس کې رامنځ ته کیږې د خاورې د مجازي عرضي تشنجاتو
څخه کم اوسې.
ددې لپاره چې یو محفوظ خاورین بند مو ډیزاین کړۍ اوسې نو پورته غوښتنې باید پوره کړو.
د خاورین بندونو په ډولونو کې متجانس خاورین بند د نمونې په شکل په الندې ډول ډیزاینوو:
نوموړې محاسبات د یوې صنفې پروژې په شکل په الندې ډول ترسره کوو:
مونږ د خپلې صنفې پروژې لپاره Uncontrolled Spillwayپه پام کې نیولې ده بنا ً د F.Bارتفاع 3 mپه پام
کې نیسو.
د ټاکلو لپاره د الندې فرمولونو څخه د بند پورتنی عرض ( -:)Top widthد خاورین بند د پورتنې عر
استفاده کوو:
𝐻
=𝑎 𝑡+ 3 𝑓𝑜𝑟 𝑣𝑒𝑟𝑦 𝑙𝑜𝑤 𝑑𝑎𝑚𝑠 𝑢𝑝 𝑡𝑜 15 𝑚 ℎ𝑒𝑖𝑔ℎ
5
𝑚 𝑎 = 0.55√𝐻 + 0.2𝐻 𝐹𝑜𝑟 𝑑𝑎𝑚𝑠 𝑙𝑜𝑤𝑒𝑟 𝑡ℎ𝑎𝑛 30
1
𝑚 𝑎 = 1.65(𝐻 + 1.5) ⁄3 𝐹𝑜𝑟 𝑑𝑎𝑚𝑠 ℎ𝑖𝑔ℎ𝑒𝑟 𝑡ℎ𝑎𝑛 30
𝑚𝑎𝑑 𝑓𝑜 𝑡𝑤ℎ𝑒𝑟𝑒 𝐻 𝑖𝑠 𝑡ℎ𝑒 ℎ𝑒𝑖𝑔ℎ
د ټاکنې لپاره د دوهمې رابطې څخه استفاده کوو: مونږ د خپلې پروژې لپاره د پورتنې عر
𝑡𝑐𝑒𝑗𝑜𝑟𝑝 𝑟𝑢𝑜 𝑟𝑜𝑓 𝑚 𝑎 = 0.55√𝐻 + 0.2𝐻 = 0.55√28 + 0.2(28) = 8.5 𝑚 𝑠𝑎𝑦 𝑎 = 9
یادونه :د خاورین بند پورتنی عر له 4.5 mڅخه باید کم نه اوسي.
د بند لپاره د میالنونو ټاکنه ( -:)Upstream and Downstream slopesد خاورینو بندونو لپاره د
U/Sاو D/Sمیالنونو ټاکنه په مختلفو فکتورونو پورې اړه لرې لکه د بند په ډول ،د بند د اساس په موادو ،د بند
په ارتفاع اوداسې نور. ...
د خاورین بندونو لپاره د مناسبو میالنونو د ټاکنې لپاره تیرزاغې ( )Terzaghiالندې جدول وړاندې کړیدې چې
ورڅخه استفاده کوو:
Type of embankment material )U/S slope (H:V )D/S slope (H:V
دا چې زمونږ په پروژه کې د بند د بدنې لپاره د زیږې مټې خاورې ( (Coarse siltمواد په پام کې نیول شویدې
د بند U/Sمیالن 3:1او د D/Sمیالن 2.5:1په پام کې نیسو:
اوس نو د پورته تر السه شوو قیمتونو له مخې د بند لپاره طولې مقطع ،ساحوې پالن اوعرضې مقطع ترسیموو:
د بند طوالنې مقطع (:)Valley profile of dam
نوموړې مقطع په حقیقت کې د بند د ساحې د سروې څخه د تر السه شوو ارقامو له مخې ترسیمیږې په صنفې
پروژه کې نوموړې ارقام په فرضي ډول په پام کې نیسو او د بند طولې مقطع په الندې ډول ترسیموو:
𝑚𝑎 =9 )𝑉 𝑚1 (𝑈⁄𝑆) = 3: 1(𝐻: 𝑉) 𝑎𝑛𝑑 𝑚2 (𝐷⁄𝑆) = 2.5: 1(𝐻:
په الندې ډول محاسبه کوو: د بند د اعظمي ارتفاع او د پورته ارقامو له مخې دبند لپاره د اساس اعظمي عر
𝑚 𝐵 = 𝑚1 × 𝐻 + 𝑎 + 𝑚2 × 𝐻 = 3 × 28 + 9 + 2.5 × 28 = 163
د نوموړو داخل شوو اوبو( )Seepageمقدار باید پیدا شي ،تاثیر یې مطالعه او د رکود منحنې ()phreatic line
موقعیت باید کنټرول شي تر څو بندونه د اوبو د نفوذ ( )Seepageله امله تخریب نشې .ددې لپاره چې د نوموړو
اوبو په هکله معلومات تر السه کړو تر ټولو د مخه د رکود منحنې تر مطالعې الندې نیسو:
په بل عبارت د رکود منحنې د خاورینو بندونو په بدنه کې د هغه منحنې څخه عبارت دۍ کوم چې د بند بدنه په دوه
برخو وچه برخه (د خط څخه پورته برخه) او لمده یا مشبوع شوې برخه(د خط څخه ښکته برخه) باندې تقسیموې.
هغه اوبه چې د بند بدنې ته نفوذ کوې د مقدار معلومول یې الزمې دې ځکه نوموړې اوبه د لمدې برخې ً
موثر وزن
راکموې چې ورسره د لمدې برخې عرضي مقاومت ( )Shear strengthهم راکمیږې.
د رکود منحنې ترسیم د الندې معلوماتو په تر السه کولو کې ډیر مهم رول لوبوې:
.1دا چې د رکود منحنې د بند بدنه په دوه برخو تقسیموې بنا ً له مونږ سره د بند د خاورو د عرضي مقاومت
په معلومولو ک ې مرسته کوې ،ځکه د وچې خاورې او لمدې خاوري عرضي مقاومت یو له بله توپیر لري.
.2دا چې د داخل شوو اوبو مقدار د جریان د شبکې( )Flow netڅخه په الس راځې ،نوموړی منحنې مونږ
ته د نوموړې شبکې پورتنی د جریان خط( )Top Flow lineپه الس راکوې چې له اثره یې د نوموړې
شبکې ترسیم اسانیږي.
.3دغه خط له مونږ سره مرسته کوي تر څو په دې وپوهیږو چې داخل شوې اوبه په کومه نقطه کې د بند
ښکتنی مخ ( )D/S faceقطع کوي ترڅو د بند په بدنه کې د Softeningاو sloughingد رامنځ ته کیدو
د مخنیوې په خاطر تدابیر ونیسو او بند تخریب نشي.
د رکود منحنې ترسیم :د رکود منحنې د الندې دریوو طریقو پواسطه ترسیموالی شو:
مونږ په دې ځای کې یواځې ګرافیکي میتود چې ارتر کساګرانډ( )Arthur Casagrandeوړاندې کړی تر مطالعې
الندې نیسو:
د خاورین بندونو د مختلفو ډولونو لپاره د رکود منحنې ترسیمول یوشان اصول لرې خو د هر ډول لپاره په جدا ګانه
ډول ترسیمیږې .
مونږ په دې ځاې کې د خپلې پروژي (متجانس خاورین بند) لپاره د رکود منحنې ترسیمول په الندې ډول مطالعه
کوو:
د نوموړې بند لپاره د 40 mاوږدوالې لرونکی یو افقې فلتر په D/Sکې په پام کې نیسو او د رکود منحنې د ترسیم
لپاره په الندې ډول عمل کوو:
کساګرانډ د رکود منحنې یو اساسې پارابوال( )Base Parabolaوبللو چې د Focusنقطه یې د افقې فلتر لرونکې
متجانس خاورین بند لپاره د فلتر د شروع نقطه ده او په الندې ډول یې ترسیموو:
په لمړې قدم کې د بند د پورتنې مخ( )ABافقې مرتسم( )BA`=Lد اوبو په سطحه کې الس ته راوړو. .1
د Bله نقطې څخه د ( )C=0.3Lیوه نقطه په پام کې نیسو کومه چې د پارابوال د شروع نقطه ده. .2
د پارابوال د ( )Directrixد ترسیم لپاره د پارابوال د شروع نقطه ( )Cمرکز نیسو او د ( )CFپه شعاع یو .3
قوس ترسیموو ترڅو د اوبو د سطحې امتداد د ( )Dپه نقطه کې قطع کړې.
د قوس او د اوبو د امتداد خط د تقاطع له نقطې ( )Dڅخه یو عمودې مرتسم په افقي فلتر باندې ترسیموو د .4
( )Hنقطه په الس راځې نوموړۍ عمودې مرتسم( )DHد پارابوال د Directrixڅخه عبارت دې.
د ( )HFخط منځنۍ نقطه د پارابوال وروستۍ نقطه یا د پارابوال راس ( )Vertexڅخه عبارت ده. .5
د پارابوال نورې نقطي د پارابوال د اصولو(د پارابوال د Focusاو Directrixڅخه د هرې کیفي نقطي .6
فاصلې یو له بله سره مساوې دې) څخه په استفاده په الس راوړو او باالخره ټولې نقطي سره وصلوو تر
څو د رکود منحنې لپاره اساسې پارابوال په الس راشې .د مثال په ډول د Fله نقطي څخه د Xپه فاصلې
سره یوعمودې خط د ( )QPترسیموو بیا د Fنقطه مرکز نیسو او د ( )QHپه شعاع یو قوس رسموو ترڅو
د ( )QPعمودې خط د Pپه نقطه کې قطع کړې نوموړې السته راغلې نقطه د پارابوال یوه نقطه ده ځکه
فاصله یې د Directrixاو Focusڅخه یو شان ده ،په همدې ترتیب سره د پارابوال پرمخ نورې نقطي
ترسیموو ،ددې لپاره چې د اساسې پارابوال د ترسیم لپاره یوه عمومې معادله تر السه کړو نو د پارابوال
پرمخ د () )P(x,yیوه نقطه په نښه کوو ،داسې به ولرو چې:
Sد پارابوال د Focusاو Directrixترمنځ فاصله ده چې د Focal Distanceپه نوم یادیږې ،د پارابوال له
پاره عمومې معادله په الندې ډول الس ته راوړو:
اوس نو په اساسې پارابوال کې باید یو لړ تغیرات راولو ترڅو د رکود منحنې تري په الس راشي:
.7اوله خبره داده چې د رکود منحنې باید له Bنقطي څخه تیر شي ځکه اوبه د Bپه نقطه کې د بند بدنې ته
داخلیږې او دا چې د Bنقطه د بند په پورتنې مخ واقع ده او دغه مخ د مساوې انرژۍ یو خط
( )Equipotential lineدې بنا ً د رکود منحنې چې د جریان پورتنۍ خط ( )Flow lineدې باید د بند
پرمخ( )Equipotential lineعمود شي په دې صورت کې د رکود منحنې د شروع په نقطه کې عمود او د
ازاد الس پواسطه د پاتې پارابوال سره د مماس په شکل د Iپه نقطه کې یوځاې کیږې.
.8دوهمه خبره داده چې نوموړۍ منحنې د ختم په نقطه ( )Gکې هم باید عمود وې.
په دې سره د رکود منحنې په الس راځې ،چې مونږ یې د خپلې پروژې لپاره په الندې ډول ترسیموو:
که د Fنقطه د پارابوال د ترسیم لپاره مبدا فر کړو کوالې شو د Aنقطي د کوردیناتو له مخې چې د شکل له
مخې په الس راځې د اساسې پارابوال لپاره د FH=Sفاصله د معادلې څخه په الس راوړویعنې :
پورتنۍ رابطه د پورتنې بند د اساسې پارابوال د ترسیم لپاره عمومې معادله ده چې د Fنقطه د مبدا په حیث
نیول کیږې او د xقیمتونو له مخې د yقیمتونه د پارابوال پرمخ د نقاطو لپاره په الس راځې.
د خاورینو کتلو د میالنونو څیړنې په سویډن کې د ریل ګاډو د پټلیو لپاره په جوړو شوو خاورینو کتلو تر سره شوې
،په نتیجه کې دا په ډاګه شوه چې د خاورینو کتلو میالنونه د یو دایروې قوس په شکل تخریبیږې(وروسته له
ښووییدنې به په میالنونو کې دایروې تخریب رامنځ ته کیدو) ،هماغه وو چې د خاورینو کتلو د میالنونو د استوارۍ
د مطالعې لپاره د ( )Swedish slip circle methodمنځ ته راغلو چې اوس وخت کې ورڅخه په زیاتو ځایونو
کې د خاورینو کتلو د میالنونو د استوارۍ د مطالعې په منظور استفاده کیږې لکه په کانالونو ،خاورین بندونو او
نورو ...کې.
مخکې وویل شول چې په دې میتود کې د میالنونو د تخریب سطحه د دایروې قوس په شکل ( )Cylindricalپه
نظر کې نیول کیږې او د ښووییدو( )Slidingپه مقابل کې د ساتنې ضریب ( )Factor of Safetyد خاورې د
اوسط عرضي مقاومت ( )average shear strengthاو د هغه اوسط عرضي تشنج ( )Avg shear stressله
نسبت څخه په الس راځې چې د تخریب په سطحه کې منځ ته راځې.
او .1د ( )Oیوه کیفي نقطه مرکز نیسو او د ( )rپه شعاع یو قوس ترسیموو داسې چې د بند پورتنۍ عر
ښکتنۍ عر (د Toeپه نقطه کې یا Toeته نږدې نقطه کې) قطع کړې.
یادونه :د Oنقطه کیفي په پام کې نیوالې شو خو ددې لپاره چې بحرانې قوس په الس راوړو نوموړې نقطه په
مختلفو موقعیتونو کې په پام کې نیسو او بیا بیا د ساتنې ضریب په الس راوړو ،ددې لپاره چې د زیاتو محاسباتو
مخه نیول شوې اوسې سویډنې عالم فیلینوس( )Felleniusد بحرانې قوس د مرکز د موقعیت لپاره د ( )PQیو خط
وړاندیز کړو چې د Locusپه نوم یادیږې او د بحرانې قوس مرکز( )Center of critical slipپه همدې خط واقع
کیږې .مخکې له دې چې د میالن د استوارۍ نورو محاسباتو ته الړ شو نوموړۍ خط په الندې ډول ترسیموو د خط
له پاسه د قوس مرکز په پام کې نیسواو قوس ترسیموو:
𝑤ℎ𝑒𝑟𝑒:
𝛼1 𝑎𝑛𝑑 𝛼2 𝑎𝑟𝑒 𝑑𝑖𝑟𝑒𝑐𝑡𝑖𝑜𝑛𝑎𝑙 𝑎𝑛𝑔𝑙𝑒𝑠 𝑓𝑜𝑟 𝑑𝑟𝑎𝑤𝑖𝑛𝑔 𝑙𝑜𝑐𝑢𝑠 , 𝑔𝑖𝑣𝑒𝑛 𝑎𝑡 𝑡𝑎𝑏𝑙𝑒 20.7:
د قوس له پاسه واقع شوې د خاورو کتله په عمودې ډول په کوچنیو (د bمساوې عر لرونکو) .2
ټوټو( )Slicesویشو( کیداې شي چې د وروستۍ ټوټې عر m.bاوسې) او بیا هره ټوټه په مستقل ډول
مطالعه کوو نو ځکه دغه میتود ته د ټوټو میتود ( )The Slices methodهم ویل کیږې.
له هغه قوو څخه چې د ټوټو ترمنځ شتون لرې (یوپربل یې واردوې) صرف نظر کوو .او هره ټوټه د .3
خاورو د کالم په څیر( )column of soilپه مستقل ډول تر مطالعې الندې نیسو.
فرضوو چې نوموړې ټوټې( )1,2,3,4,…,nدې ،وزنونه یې په ترتیب سره ( )W1,W2,W3,W4,…,Wnدې .4
او د ټوټو د ثقل په مرکز عمل کوې.
د هرې ټوټې وزن کوالې شو د نوموړې ټوټې د اردیناتو له مخې په الندې ډول السته راوړو: .5
.9اوس نو کوالې شو د ښوییدو په مقابل کې د ساتنې ضریب ( )Factor of safetyپه الندې ډول السته
راوړو:
𝐵𝐴 ∙ 𝑐[ ])𝑁 ∑ ∙ 𝜑 𝑀𝑟 𝑟 ∙ [(𝑐 ∙ ∑ ∆𝐿 + tan ]𝑁 ∑ ∙ 𝜑 ̂ + tan
= 𝑆 𝐹. = = ≥ 1.5
𝑑𝑀 𝑇∑𝑟 𝑇∑
مونږ د خپلې پروژې لپاره د نوموړې طریقي څخه په الندې حاالتو کې استفاده کوو:
په پورته رابطه کې 𝑈 ∑ د هغه اوبو د فشار مجموعه ده چې د بند د بدنې په خالوو کې ځاې نیسې او د بحرانې
قوس په سطحه کې د خاورې د کتلې پرمخ عمل کوې او د میالن ساتونکې مرکبه ( )Nراکموې .د 𝑈 ∑ د پیداکولو
لپاره د بند په بدنه کې د جریان شبکه ( )Flow netترسیمیږې او بیا د 𝑈 ∑ قیمت ترې په الس راځې ،د جریان د
شبکې د نه شتون په صورت کې د ثابت نفوذ پرمهال د D/Sمیالن استوارې کوالې شو د الندې تقریبي میتود څخه
په الس راوړو:
د ثابت نفوذ پرمهال د بند د D/Sمیالن استوارۍ څیړل د تقریبې میتود( )Approximate methodپواسطه:
په دغه طریقه کې د میالن د استوارۍ د څیړلو لپاره د تیر په څیر عمل کوو یواځې د وزن نارملې مرکبه او مماسې
مرکبه په الندې ډول السته راوړو:
𝑦1 + 𝑦2
( = ̀𝑁 𝛼 ) ∙ 𝑏 ∙ 𝛾𝑠𝑢𝑏 ∙ cos
2
𝑦1 + 𝑦2
( = ̀𝑇 𝛼 ) ∙ 𝑏 ∙ 𝛾𝑠𝑎𝑡 ∙ Sin
2
په پورته رابطه کې 𝛾𝑠𝑎𝑡 :په مشبوع ( Saturatedحالت کې د خاورې د زراتو حجمې وزن ،او 𝑏𝑢𝑠𝛾 په ډوب
شوې ( )Submergedحالت کې د خاورې د زراتو حجمې وزن چې په تقریبې ډول د الندې رابطي څخه په الس
راځې:
دا چې د ښوییدو په مقابل کې د ساتنې ضریب له مجازې حد څخه کوچنۍ دی بنا ً نوموړۍ میالن باید یوڅه اندازه
هموار شي ،ددې لپاردغه میالن د ( )3:1په اندازه په پام نیسو او بیا یې محاسبه کوو.
د بند د پورتنې میالن تخریب د ذخیرې د تشیدو پرمهال منځ ته راځې نو ځکه دغه میالن باید د اوبو د ناڅاپې
کمیدنې پرمهال تر مطالعې الندې ونیول شي:
کومې اوبه چې د ډکې ذخیرې پرمهال د بند د زراتو په خالوو کې ځاې نیسې د ذخیرې د تشیدو سره له خالوو
راوځې او د میالن د ښویولو سبب ګرځې ،ددې لپاره چې میالن په دغه حالت کې تخریب نشي استوارې یې د
الندې تقریبې میتود پواسطه مطالعه کوو:
𝑦1 + 𝑦2
( = ̀𝑁 𝛼 ) ∙ 𝑏 ∙ 𝛾𝑠𝑢𝑏 ∙ cos
2
𝑦1 + 𝑦2
( = ̀𝑇 𝛼 ) ∙ 𝑏 ∙ 𝛾𝑠𝑎𝑡 ∙ Sin
2
د قوو په مقابل کې د بند د بدنې استوارې د بند په اساس کې د خاورې د زراتو په عرضي مقاومت پورې اړه لري
چې د الندې رابطي څخه په الس راځې:
𝜑 𝑅 = 𝐶 + 𝑊 ∙ tan
Where:
𝑊 = 𝑊2 + 𝑊1
د پورتنیو وزنونو د پیداکولو لپاره د بند د بدنې د پورتنۍ او ښکتنې برخې مساحت د Planimeterپواسطه پیداکوو او له
مخې یې وزنونه په الس راوړو ،د صنفي پروژي لپاره د خط څخه الندې او باندې مساحتونه په الندې ډول په الس
راغلې دې چې له مخې یې وزنونه پیدا کوو:
9 + 163
( = 𝑛𝑜𝑖𝑡𝑟𝑜𝑝 𝑦𝑟𝑑𝐴 𝐴𝑠𝑢𝑏 𝑝𝑜𝑟𝑡𝑖𝑜𝑛 = 𝐴 − ) ∙ 28 − 584.61 = 2408 − 584.61
2
= 1823.39 𝑚2
𝑔𝑘 𝑊 = 𝐴𝑑𝑟𝑦 ∙ 𝜌𝑑𝑟𝑦 + 𝐴𝑠𝑢𝑏 ∙ 𝜌𝑠𝑢𝑏 = 584.61 ∙ 1760 + 1823.39 ∙ 1160 = 3144046
له بلې خوا د اوبو له اثره په بند باندې افقي قوه عبارت ده له :
1 1
=𝑃 𝑔𝑘 ∙ 𝜌𝑤 ∙ 𝐻2 = ∙ 1000 ∙ 252 = 312500
2 2
اوس نو په د بند په اساس کې د بند د تخریب د رامنځ ته کیدو څخه د مخنیوې لپاره د ساتنې ضریب د الندې
رابطي څخه په الس راوړو:
𝑊 3144046
= 𝑒𝑠𝑎𝑏 𝑡𝑎 𝑟𝑎𝑒𝐹. 𝑆 𝑎𝑔𝑎𝑖𝑛𝑠𝑡 𝑓𝑎𝑖𝑙𝑢𝑟𝑒 𝑑𝑢𝑒 𝑡𝑜 ℎ𝑎𝑟𝑖𝑧𝑜𝑛𝑡𝑎𝑙 𝑠ℎ =
𝑃 312500
𝑒𝑓𝑎𝑠 𝑒𝑐𝑛𝑒= 10.1 > 1.3 ℎ
پرچاوې ()Spillways
پرچاوه د هغه هایدروتخنیکې ساختمان څخه عبارت ده چې د بند په ساحه کې ددې لپاره جوړیږې ترڅو
اضافه( )surplusاو حادثوې اوبه په مناسب ډول له U/Sنه D/Sته انتقال کړې.
د پرچاوې څوکه په ( )N.P.Lکې په پام کې نیول کیږې ،کله چې په ذخیره کې د اوبو ارتفاع له ( )N.P.Lڅخه
پورته کیږې د پرچاوې له سر څخه اوړې ترڅو په بند کې د اوبو ارتفاع کنټرول شي او د بند د تخریب څخه
مخنیوۍ وشي.
د پرچاوې پرسر د اوبو ارتفاع تر ( )M.R.Lپورې پورته کیږې .د ذخیرې اعظمې ارتفاع ( )M.R.Lاو هغه مقدار
اوبه چې د ذخیرې د څوکې ( )crestله پاسه تیریږې (د N.P.Lڅخه تر M.R.Lپورې) د سیالبونو د هایدروګراف
څخه د ( )Flood Routingد عملیې پواسطه په الس راځې ،د پرچاوې مناسب ابعاد د همدې مقدار له مخې ټاکل
کیږې.
زیات بندونه په خاص ډول خاورین بندونه د پرچاوو د نامناسب ډیزاین له امله تخریب شویدې بنا ً د پرچاوو په
ډیزاین کې باید ډیر دقت وشي.
د پرچاوې موقعیت( :)Location of spillwayپه تیرو درسونو کې هم د پرچاوې د موقعیت په اړه بحث شوی وو
په دې ځاې کې د پرچاوو د موقعیت څخه په لنډ ډول یادونه کوو:
پرچاوه د بند په بدنه کې( په کانکریټې بندونوکې) او همدارنګه د بند د بدنې څخه لیرې په ناوه ډوله سیمه
( )Saddleکې چې اساس یې نسبت د بند اساس ته پورته وې په پام کې نیول کیږې.
.1اساسې پرچاوه ( :)Main Spillwayهغه پرچاوه ده چې د ذخیرې څخه د اضافي اوبو (هغه اوبه چې د
N.P.Lڅخه پورته واقع کیږې) د ویستلو دنده په غاړه لري.
.2حادثوې پرچاوه ( :)Emergency Spillwayهغه پرچاوه ده چې د ذخیرې څخه د حادثوې اوبو (هغه اوبه
چې د شدیدو سیالبونو په حالت کې د M.R.Lڅخه پورته واقع کیږې مخکې له دې څخه چې ازاده ارتفاع
الندې کړې او د بند له سر څخه واوړې) د ویستلو دنده په غاړه لري.
پرچاوه باید داسې ډیزاین شي چې بند یا د بند اړوند ساختمانونه د اوبو پواسطه تخریب نشي. .1
د پرچاوې لپاره ډیزاین ډسچارج باید په دقت سره برارد شي ،ځکه که کم براورد شي معینه اندازه اوبه .2
نشې ردوالې باالخره اوبه د بند له سر څخه اوړې او بند تخریبوې او که زیات براورد شې نوموړۍ
ساختمان غیر اقتصادې تمامیږې.
ددې لپاره چې د بند د ساتنې لپاره مو اضافه بارې په پام کې نیولې اوسې د اساسې پرچاوې سره یوه .3
حادثوې پرچاوه هم باید په پام کې ونیول شي.
هغه اوبه چې د پرچاوې له سر څخه اوړې او D/Sته انتقالیږې باید انرژي یې د انرژي وژونکو .4
ساختمانونو( )Energy Dissipatersپواسطه کنترول شي ترڅو د D/Sد توږنې سبب نشي.
د پرچاوو د پورته ډولونو څخه مونږ د خپلې پروژي لپاره منحنې ډوله ( )Ogeeپرچاوه په پام کې نیسو او په الندې
ډول یې مطالعه کوو:
هغه مقدار اوبه چې د Lطول لرونکې منحنې ډوله پرچاوه یې له سر څخه تیروې د الندې رابطي څخه په الس
راځې :
3⁄ 𝑚3
𝑄 = 𝐶𝑑 × 𝐿 × 𝐻0 2 𝑔× √2
𝑐𝑒𝑠
دا چې هغه مقدار چې پرچاوه یې باید په منظم ډول له سر څخه واړوې (تر څو بند الندې نکړې) د سیندونو د
هایدروګراف له مخې د ( )Flood Routingد عملیې په مرسته السته راځې نو د پرچاوې لپاره مناسب طول په
الندې ډول السته راوړو:
𝑄
=𝐿 3⁄ 𝑚
𝐶𝑑 × 𝐻0 2 𝑔× √2
Qهغه مقدار چې منحنې ډوله پرچاوه یې له سر څخه تیروالې شي چې مونږ د خپلې پرژي لپاره ()170 m3/sec
په پام کې نیوالې دۍ.
Cdد مقدار ضریب دې چې د ( )0.6-0.67پورې تحول کوې مونږ یې د خپلې پروژي لپاره ( )0.6قبلوو.
H0د پرچاوې د څوکې له پاسه د اوبو مجموعې (ډیزاین) ارتفاع ده چې د الندې رابطې څخه په الس راځې.
) 𝑑𝐻(𝐻∆ د پرچاوې پرسر د اوبو اعظمې ارتفاع ده یا د N.R.Lاو M.R.Lتر منځ د ارتفاعاتو تفاوت دۍ ،چې
مونږ یې د خپلې پروژي لپاره ( )3mپه پام کې نیسو.
Haد پرچاوې پر سر د اوبو سرعتې ارتفاع ( )Velocity Headده چې په ډیزاین کې باید په پام کې ونیول شي او
د الندې فرمول پواسطه منځته راځې:
∝ 𝑉0 2
= 𝑎𝐻
𝑔2
V0د پرچاوې پر سر د اوبو تقریبې سرعت دې چې د ( )1-2 m/secپه پام کې نیول کیږې.
د پرچاوې لپاره مجموعې طول په الس راغې نوموړۍ طول د الندې وایو پواسطه په کوچنیو وایو ویشو داسې چې
د وایې عر د 5mڅخه اضافه نشي:
دۍ چې د کانکریټې پایو لپاره باید د یو متر څخه کم نه وې. 𝑛 د وایو تعداد او 𝑝𝑏 د پایو عر
منحنې ډوله پرچاوه د دوه ډوله منحنیاتو( )curvesڅخه تشکیل ده چې هره یوه یې په الندې ډول ترسیموو:
.1د پورتنې مخ منحنې ( )U/S curveترسیم :د پورتنې مخ د منحنې د ترسیم لپاره US Army Corps of
Engineersالندې دوه طریقي وړاندې کړیدې:
.Iد پورتنې مخ د منحنې ترسیم د فرمول پواسطه:
په دې طریقه کې د پرچاوې د محور( )Axis of spillwayپورتنۍ نقطه ( )Apexمرکز نیسو او د U/C Curveد
ترسیم لپاره د الندې فرمول څخه استفاده کوو:
ددې طریقي پواسطه د بند د پورتنې مخ منحنې ( )U/S Curveپه الندې ډول ترسیموو:
.1د پرچاوې د محور کیڼ لور ته د ( 𝑑𝐻 )𝑎 = 0.175او ( 𝑑𝐻 )𝑏 = 0.282په افسیټونو د Aاو B
دوه عمود خطونه ترسمیوو.
.a
.2د پرچاوې د محور پورتنۍ نقطه ( )Apexمرکز نیسو او د ( 𝑑𝐻 )𝑟1 = 0.5په شعاع یوقوس ترسیموو
د Mنقطه په الس راځې.
.3د Mنقطه مرکز نیسو او د r1د شعاع په اندازه یوه قوس ترسیموو د قوس او د Aخط د تقاطع نقطه N
په الس راځې ،د Mاو Nنقطي سره وصلوو.
.4د Nنقطه مرکز نیسو او یو بل قوس د ( 𝑑𝐻 )𝑟2 = 0.2په شعاع ترسیموو ترڅو د MNخط د Kپه
نقطه کې قطع کړې.
.5د Kنقطه مرکز نیسو او د r2په شعاع یو قوس ترسیموو ترڅو د Bخط د Pپه نقطه کې قطع کړې په
نتیجه کې د ̂
𝑃𝑁𝐴 منحنې په الس راځې چې د بند د پورتنې مخ منحنې ( )U/S Curveڅخه عبارت ده.
نوموړې قوې کټ مټ په هغه شکل سره محاسبه کیږې چې په جاذبوې بندونو کې مو مطالعه کړې وې ،مونږ د
خپلې صنفي پروژې لپاره نوموړې قوې په الندې جدول کې محاسبه کوو:
هغه اوبه چې د پرچاوې پر سر واقع کیږې د زیاتې پوتنشیلې انرژۍ لرونکې وې کله چې د پرچاوې پرمخ حرکت
کوې نوموړې پوتنشیلې انرژې په حرکې انرژۍ بدلوې چې اندازه یې د پرچاوې په ښکتنۍ برخه( )toeکې اعظمي
حد ته رسیږې .که د نوموړې اعظمي حرکې انرژی د وژلو لپاره الزم تدابیر په پام کې ونه نیول شي او د اوبو
سرعت راکم نه کړل شي نو د پرچاوې په ښکتنۍ برخه کې زیات تخریب او توږنه ( )Erosionمنځ ته راوړې چې
ورسره پرچاوه تر تهدید الندې راځې.
هغه تدابیر چې د انرژۍ وژلو یا سرعت کمولو لپاره په ښکتنۍ برخه ( )D/Sکې په پام کې نیول کیږې د انرژۍ
وژونکو ( )Energy dissipatersپه نوم یادیږې.
په عمومې ډول حرکې انرژې په دوه الرو لمنځه وړالې شو:
کله چې کم عمقه د لوړ سرعت لرونکۍ جریان ( )Super critical Flowد زیات عمق او کم سرعت لرونکې
جریان ( )sub critical flowسره یوځاې کیږې د کم سرعت لرونکۍ جریان په زیات سرعت لرونکې جریان
باندې ضربه واردوې چې په نتیجه کې د لوړ سرعت لرونکې جریان اوبه په یوه ارتفاع پورته کوې ،د اوبو
پورته کیدو ته هایدرولیکې جمپ وایې چې له اثره یې د لوړ سرعت لرونکو اوبو حرکې انرژي وژل کیږې.
د هایدرولیکې جمپ د تشکیل څخه مخکې د جریان عمق ته ( )initial depthیا لمړنۍ هایدرولیکې جمپ()y1
ویل کیږې او له تشکیل وروسته د جریان عمق ته ( )sequent depthیا دوهمې هایدرولیکې جمپ( )y2ویل
کیږې چې د الندې رابطو څخه یې په الس راوړو:
𝑦1اولنۍ هایدرولیکې جمپ دې چې د پورته رابطي څخه د ( )Trial and errorپه طریقي السته راځې.
او 𝐻0د پرچاوې پر سر د اوبو مجموعې ارتفاع ده چې مخکې مو السته راوړه (𝑚 .)𝐻0 = 3.12
د پورتنۍ رابطې په مرسته د ایکسل شیټ څخه په ګټه اخیستنې سره اولنۍ هایدرولیکې جمپ
(𝑚 )𝑦1 = 0.46په الس راغلۍ چې له مخې یې (𝑚 )𝑦2 = 3.54د الندې رابطې څخه په الس راځې:
اوس نو کوالې شو د اراموونکې کاسې طول ( )Length of Stilling basinد الندې رابطې له مخې په الس
راوړو:
د سر بالکونه ( :)Chute blocksدغه بالکونه د اراموونکې کاسې په سر کې لکه د ارې د غاښونو په څیر پام
کې نیول کیږې .کله چې اوبه له نوموړو دندانو سره ټکر کوې یوه اندازه د هوا په لور پورته کیږي او
هایدرولیکې جمپ منځ ته راوړي چې له اثره یې د اوبو انرژي وژل کیږي.
د منځ بالکونه ( : )Sills block or piersد منځ بالکونه د اراموونکې کاسې په امتداد کې داسې په پام کې نیول
کیږې چې د سر بالکونو خالیګاوو ته مخامخ وي .نوموړې بالکونه د اوبو جریان غوڅوې او له اثره یې انرژي
وژنه رامنځ ته کیږي.
د اخر بالکونه ( :)Sills and Dentated sillsد اخر بالکونه همیشه د کاسې په اخر کې په پام کې نیول کیږي.
دغه بالکونه په اوبو کې پاتې انرژي وژنې او په ارام حالت یې پریږدې چې ښکته حرکت وکړي.
د U.S.B.Rله خوا وړاندیز شوې کاسې :د U.S.B.Rد ټولنې له خوا ډیرې سټندرد کاسې وړاندیز شوي دي چې
یوه یې په الندې ډول مطالعه کوو:
د U.S.B.Rدوهم ډول کاسه ( : )U.S.B.R Stilling basin IIله دغه ډول کاسې څخه د سترو ساختمانونو لپاره
کار اخیستل کیږي لکه د بندونو د پرچاوو لپاره ،د سترو کانالونو لپاره او داسې نور.
دموادو حجم د محاسبه کولو لپاره تر ټولواساسي معادله په الندي ډول ده:
)(The basic equation for the finding volumes of dam materials
𝑛𝑙
= 𝑛𝑉 𝐴( ) 𝑛𝐴∗+ 𝐴𝑛+√𝐴𝑛−1
3 𝑛−1
په پورته رابطه کي :
Vnدموجوده عرضي مقطع پوري دموادو حجم دي ) (m3او Ln.دتيري عرضي مقطع ترمنځ اوږدوالي دي )(m
څرنکه چي :
دهري عرضي مقطع مساحت کوم چي داتوکيد په مرسته پيداشويده په الندي ډول ده :
A1=696.531m2
A2=2262.36m2
A3=2895.36m2
A4=2466.048m2
A5=1285.7m
د ) (upstreamله خوا د) ) 20 cmپه ضحامت داوسپنيزکانکريټو يوه طبقه په پام کي نيسو چي مساحتونه يي
عبارت دي له:
A1=9.3 m2, A2=17.34 m2, A3=19.74 m2, A4=18.16 m2, A5= 12.26 m2, A6= 6.64 m2
و من هللا توفيق