Professional Documents
Culture Documents
د-پښتو-پنځه-1
د-پښتو-پنځه-1
۱
څوک چي غواړي په لنډ ډول د پښتو ژبي ( ی ) ګاني زده کړي دلته
الندي د مثالو سره را غلي دي لکه :
مثالونه ئې :
سړی پر خپله الر ځي .
۲
په ( سړی ) کي تر ( ی ) له مخه توری ( ړ ) زور لري .
د ماللۍ د امېل غمی بريښي .
په ( غمی ) کي تر ( ی ) له مخه توری ( م ) زور لري .
احمد لرګی اره کړ .
په ( لرګی ) کي تر ( ی ) د مخه توری ( ګ ) زور لري .
لېونی سپی ډېر خطر ناک وي .
په ( لېونی ) او سپی کي تر ( ی ) له مخه توري ( ن او پ ) زور لري .
د دغه ځای ټول خلک په پښتو پوهيږي .
په ( ځای ) کي تر ( ی ) له مخه توری ( ا ) دئ .
دَی د ماللۍ ورور دئ .
په ( دی ) کي تر ( ی ) له مخه توری ( د ) زور لري .
احمد ډېر بد خوی لري .
په ( خوی ) کي تر ( ی ) له مخه توری لنډ ( و ) دئ .
ماللۍ په هغه لوی کور کي ژوند کوي .
په ( لوی ) کي تر ( ی ) له مخه توری لنډ ( و ) دئ .
۳
❖ معـــروفـــه ( ي ) د کلــمې يــا هېجا پـه پای کي تر واول
( الف ) او مجهول يا اوږد ( و ) وروسته نه را ځي .
مثالونه ئې :
پشي موږک ته غلې ده .
ماللۍ پر نالي ناسته ده .
سدو خپل کالي پاک ساتي .
د بدن پاکي روغتيا ته ګټه لري .
د دغه کلي خلک غښتلي دي .
دوی په خپل کور کي يوه پشي لري .
مثالونه ئې :
د احمد ادې ډېره سپين سرې ده .
د غوا شيدې پروتين لري .
مستې د شيدو څخه جوړيږي .
موږ ډېر کتابونه لرو .
ستا کتابچې پر مېز پرتې دي .
۵
❖ دغه ( ۍ ) د کلمې په سر کي نه را ځي .
❖ ثقيله ( ۍ ) د کلمې په پای کي تر ( الف ) وروسته نه را
ځي .
❖ د ښځينه اسمو او صفتو لپاره را ځي .
مثالونه ئې :
➢ ثقيله فعلي ( ئ ) :د فعلونو لپاره راځي لکه :مه کوئ ! ،و
خورئ ! ،را وړئ ! ،خورئ او نور .ثقيله فعلي ( ئ ) دغه الندي
خواص لري :
۶
❖ ثقيله فعلي ( ئ ) د کلمې په سر او منځ کي نه را ځي .
مثالونه ئې :
په پورتنيو جملو کي تـر هـر سره رنګ سوي تـوري د مخه تـوری زورکی
لري .
کله کله ځيني خلک ليکي :احمد خپل کار کړۍ دۍ .په لوېديځه
لهجه کي ( کړۍ ) او ( دۍ ) په ثقيله فعلي ( ئ ) تلفظ کيږي ،نو که ئې
موږ په ليکلو کي په ثقيله فعلي ( ئ ) تلفظ و کړو بايد په ليکلو کي
ئې د ث قيلي فعلي ( ئ ) څخه کار وا خلو نه د ثقيلي ښځينه ( ۍ ) څخه .
دا چـي دغه دواړي ( ۍ ،ئ ) ګاني يو ډول تلفظ کيږي ځکه ئې ځيني
خلک استعمال سره ګډوي .
۷