Download as pptx, pdf, or txt
Download as pptx, pdf, or txt
You are on page 1of 9

‫الفالح د لوړو زده کړو خصوصی موسسه‬

‫د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی‬

‫مضمون ‪ :‬کریمینالستیک ( جرم موندنه )‬


‫استاد‪ :‬ثنا ګل تره خیل‬
‫مقدمه‬
‫لومړی فصل‬
‫مفاهیم او کلیات‬
‫جنایی علوم‬
‫‪Criminal Sciences‬‬
‫دکريمناليستيک ‪Criminalistics‬ياجرم موندني دعلم تعريف‬

‫کريمناليس'تيک د يوي التيني کليمي څخه اخيستل شوي چي د جرم موندني په معنا دي‬
‫اوپه اص'طالح کې د هغه علم څخه عبارت دي چي په هغه کي مونږ هغه وسايل‪ ،‬ميتودونه‬
‫او الري چاري مطالعه کوو کوم چي د هغه نه په استفادي سره کوالي شو هغه جرايم‬
‫چي کشف شوي نه وي کشف او مرتکبين يي تشخيص کړو‪.‬‬
‫يا هم کريمناليستيک هغه علم دي چې د جرم د کشف د ميتودونو او د جرايمو د مخنيوي‬
‫څخه بحث کوي‪.‬‬
‫دغه علم دنړۍ په مختلفو هيوادونو کې به دير لږ تغير سره د کريمناليستيک په نامه‬
‫‪ ،‬مثًال پ ه الم'''ان کې د (‪ )kriminalistik‬پ ه فرانس'''ه کې‬ ‫ي اديږي‬
‫(‪ )Criminalistique‬په نوم ‪ ،‬په استراليا کې (‪ )Criminalistica‬په نامه خلک له‬
‫دي علم سره اشنايي لري چې پورته ذکر شوي الفاظ متفاوت دي مګر د معنا په لحاظ‬
‫سره يو شان مفهوم لري کريمناليستيک يو داسې علم دي چې يو جنايي تحقيق کوونکي ته‬
‫د يوي قضيي په ارتباط د قضيي له شروع څځه تر ختميدو پوري ټول معلومات ورکوي‬
‫‪ ،‬يعني ورته دا ښيي چې څنګه مجهول جرايم کشف او په څه ډول حقيقت ته ځان رسولي‬
‫شي او په څه ډول اثباتيه مدارک جمع او تر علمي څيړني الندييي ونيسي‪.‬‬
‫د کریمنالیستیک تاریخي سیر‬
‫مخکي له دينه چي د کريمنالستيک علم منځه ته راشي پوليس ‪ ،‬څارنوالن او قضات د معنوي داليلو‬
‫څخه لکه اقرار او شهودو نه به يي استفاده کولو خو له نيکه مرغه اوس د کريمنالستيک د علم او د‬
‫هغه د مرستندويو علومو په مرسته دقضايي ارګانونو کارکونکي د مثبته داليلو په وړاندي کولو سره‬
‫جزايي قضيي تعقيبوي د مثال په ډول د پيښي د ځاي څخه د تر السه شوي د ګوتواثار‪ ،‬دويني اثار ‪،‬‬
‫د فير شوي مرميو پوچک او داسي نورو جرمي اثار و نه چي هر يويي د جرم د اثبات په اړه اغيزمن‬
‫رول لوبوي د قراينو په توګه د جزايي قضيو په تعقيب کي ورڅخه استفاده کوي‬
‫کريمنالس تيک علم دپوهانواوعالمانودډيروڅيړنوپ ه نتيج ه کي دنولس'مي پ'يړي څخ ه وروس ته منځت ه‬
‫راغلي‪.‬‬
‫لکه څرنګه چي په تيرو وختونو کي به مجرمينو د جرم په ارتکاب کي د پيشرفته وسايلو څخه استفاده‬
‫نه کوله او جرايم به اکثرا په ساده شکل سره ترسره کيدل او همدارنګه داسي وسايل هم موجود نه وه‬
‫چي د مادي اثارو نه په استفادي سره جرم کشف او مجرم په ګوته شي اوس د ساينس او تکنالوجۍ په‬
‫پر مختګ سره دجرمونو د ارتکاب شکل تغير کړي اوس مجرمين دداسې وسايلو څحه استفاده کوي‬
‫چي د هغوي په اند کوم اثار ورڅخه پاتي نه شي او کوښښ کوي چي په اساني سره ځان د قانون د‬
‫منګولو څخه خالص کړي نوهمدا علت دي چي تقريبًا ډيري قضيي نه کشفيږي نو ددي لپاره چي جرم‬
‫ښه کشف او مرتکبين يي وپيژندل شي ددي لپاره يو علمي څيړني ته ضرورت دي هغه علم چي همدا‬
‫مسائل د کريمناليستيک علم تر څيړنې الندې نيسې‪.‬‬
‫اصطالحات‬
‫‪ -۱‬د ج'رم كش'ف‪ :‬هغه اجراآت دي چې د جرم له ارتكاب څخه د مخنيوي او د هغۀ د مرتكب د‬
‫تشخيص‪ ،‬د ارتكاب د ډول او علت‪ ،‬د ځاى د تثبيت او په ارتكاب شوي جرم پورې د اړوندو آثارو او‬
‫شيانو د ساتنې په منظور صورت مومي‪.‬‬
‫‪ -۲‬د پيښ'ې ځ'اي‪ :‬دپيښ ې ځ اي عب ارت دي له هغ ه ځ اي څخ ه چې ج رم پکښ ې را منځت ه ش وي وي او‬
‫نتيجه يي په هغه ځاي يا بل ځاي کې څرګند شوي وي‪ ،‬هغه د پيښې ځاي بلل کيږې‪.‬‬
‫‪ -۳‬د قض'ايي ض'بط م'امور‪ :‬هغ ه ش خص دى چې د ق انون د حكمون و پ ه ح دودو كې د اثب ات د داليل و د‬
‫راټولولو او د استجواب واك لري او عبارت دي له‪ -(:‬پوليس‪ -.‬د ملي ا منيت د لوى رياست مؤظف‪ -‬د‬
‫پلټ نې د ع الي ادارې پلټ ونكى‪ -‬د وزارتون و او دول تي ادارو د داخلي پلټ نې مؤظ ف‪ -‬د اداري فس اد پ ر‬
‫خالف د مبارزې د ادارې مؤظف)‪.‬‬
‫‪ -۴‬م'دارك‪ :‬هغه آثار‪ ،‬عاليم (نښې نښانې)‪ ،‬شواهد او شيان دي چې د جرم د ارتكاب د ځاى يا بل ځاى‬
‫يا د مظنون يا تورن له ځان (بدن) او يا جامو څخه السته راځي او د اهل خبره لخوا د تخصصي كتنو‬
‫په پايله كې له جرم يا مرتكب سره مرتبط تشخيص شوي وي‪.‬‬
‫‪ -۵‬س'ندونه‪ :‬د تحقيق د پاڼو‪ ،‬د اهل خبره د رپوټ‪ ،‬د محكمې د قرار يا حكم‪ ،‬ليكنو‪ ،‬كتاب او يا هغو ته‬
‫دورته په شمول هغه پاڼې دي چې د رسمي يا خصوصي معلوماتو لرونكي وي‪.‬‬
‫‪ -۶‬اه'ل خ'بره‪ :‬هغه مسلكي يافني شخص دى چې په ټاكلې رشته (څانګه) كې دتخصص‪،‬كافي معلوماتو‬
‫اوتجربې لرونكى وي‪.‬‬
‫‪ -۷‬ع'دلي تعقيب‪ :‬د جرمي پېښې او د هغې د مرتكب تعقيبول دي چې د كشف اجراآت او د جرم‬
‫تحقيق‪ ،‬محاكمه او د حكم تنفيذ پكې شاملېږي‪.‬‬
‫‪ :۸‬پلټن'ه‪ :‬د مظنون يا تورن د نيولو‪ ،‬دشيانو د ضبطولو اود جرم د مداركو دساتلو په منظور د‬
‫اماكنو‪ ،‬شيانو اوسندونو لټول (پلټل) دي‪.‬‬
‫‪ :۹‬تالش'ي‪ :‬د جرمي مداركو د ترالسه كولو په منظور د شخص د بدن‪ ،‬جامو او محمولې او د حمل‬
‫اونقل د وسايلو لټول دي‪.‬‬
‫‪ :۱۰‬مظن'ون‪ :‬هغه شخص دى چې د جرم د ارتكاب په نسبت د بدګمانۍ (سؤظن) پر بنسټ تر‬
‫اشتباه الندې راغلى وي يا دا چې هغۀ ته د تور (اتهام) له نسبت وركولو د مخه‪ ،‬د دۀ په هكله‬
‫احتياطي تدبيرونه نيول شوي وي‪.‬‬
‫‪ :۱۱‬متهم (ت'ورن)‪ :‬هغه شخص دى چې د تحقيق پر وخت د اثبات د راټولو شوو داليلو د ارزونې‬
‫پر بناء‪ ،‬د جرم د مرتكب په توګه تشخيص او تور پرې لګېدلى وي‪.‬‬
‫‪:۱۲‬مج'ني عليه‪ :‬هغه شخص دى چې دجرم دارتكاب له امله هغۀ ته جسمي‪،‬مادي يا معنوى زيان‬
‫رسېدلى وي‪.‬‬
‫‪ -۱۳‬قانوني استازى‪ :‬مدافع وكيل‪ ،‬حقوقي مساعد‪ ،‬ولي‪ ،‬وصي او قيم پكى شامل دي‪.‬‬
‫‪ -۱۴‬ح'ق العب'د م'دعي‪ :‬هغه شخص دى چې د غير د جرم يا فعل د ارتكاب له امله زيانمن شوى او‬
‫پر مرتكب يا د حق العبد پر مسئول د زيان (خسارې) د جبران د دعوٰي حق ولري‪.‬‬
‫‪ -۱۵‬د ح'ق العب'د مس'ئول‪ :‬هغه شخص دى چې د غير د جرم يا فعل د ارتكاب له امله‪ ،‬د زيانمن شوي د‬
‫مادي زيان د جبران مسئول پېژندل كېږي‪.‬‬
‫‪ -۱۶‬ج'زايي دع'وٰي ‪ :‬د جزايي اجراتو قانون د حكمونو مطابق د محكمې په وړاندې د څارنوال لخوا د‬
‫مجازاتو غوښتنه ده‪.‬‬
‫‪ -۱۷‬د ج'رم تحقيق‪ :‬د قانون د حكمونوپه حدودو كې د څارنوال په واسطه‪ ،‬د راټولو شوو داليلو پربنسټ‬
‫له تورن څخه د استنطاق او استجواب‪ ،‬د شهود او ناظرينو د بيانونو او اظهارات د اوريدلو‪ ،‬د جرم د‬
‫پېښېدو يا نه پېښېدو د تثبيت په منظور د راټولو شوو داليلو د ارزونې‪ ،‬د مرتكب د پېژندلو او تورن ته د‬
‫تور د انتسابولو له الرې د جرمي واقعې هر اړخيزه څېړنه ده‪.‬‬
‫‪:۱۸‬محاكم'ه‪:‬دعوٰي ته رسيدګۍ‪ ،‬ددعوٰي دفع او دحكم صادرېدل دى چې دواكمنې محكمې لخوا دقانون‬
‫دحكمونو مطابق‪،‬صورت مومي‪.‬‬
‫‪ -۱۹‬ض'بط‪ :‬د منقولو او غير منقولو مالونو مؤقتي حفظول او ساتنه ده چې د قانون د حكم مطابق د‬
‫واكمنې مرجع په واسطه صورت مومي‪.‬‬
‫‪ -۲۰‬مص'ادره‪ :‬دمحكوم عليه د منقولو يا غير منقولو مالونو جبري او بالعوضه اخيستل دي چې د قا‬
‫نون د حكمونو او واكمنې محكمې د پرېكړې مطابق د هغو مالكيت دولت ته لېږدول كېږي‪.‬‬
‫‪ -۲۱‬اس'تنطاق‪ :‬د قانون د حكمونو په حدودو كې‪ ،‬د جرم د ارتكاب‪ ،‬د عمل د ډول او انګېزې په اړه له‬
‫منظون څخه د حقايقو د بيانولو غوښتنه ده‪.‬‬
‫‪ -۲۲‬اق'رار‪ :‬د واكمنې محكمې په وړاندې له اكراه پرته‪ ،‬په بشپړ رضايت او د عقل د صحت په حالت‬

You might also like