Download as ppt, pdf, or txt
Download as ppt, pdf, or txt
You are on page 1of 11

‫بسم هللا الرحمن الرحیم‬

‫د افغانستان اسالمی امارت‬


‫د لوړو زده کړو وزارت‬
‫د کابل پوهنتون‬
‫د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی‬
‫د پالیسی او عامه اداره ماستری‬

‫د دولت عایداتی سرچینی‬

‫ترتیب کوونکی‪ :‬نجی هللا ارســـــال‬


‫الرښود‪ :‬پوهنمل دکتور اجمل آرین‬
‫نیټه‪ ۱۴۰۳ :‬هـ ش‬
‫سریزه‬

‫دولتونـه د ټولـنې د رهـبرۍ او ادارې مسـؤلیت لـري چې د دغـه دنـدو او مسـؤلیتونو د‬


‫اجـرا لپـاره عوایـدو تـه‪ ،‬ضـرورت لـري د دولتونـو عوایـد نظـر د اقتصـادي جوړښـتونو‬
‫تـه فـرق کـوي‪ ،‬پـه بعضـې هیوادونـو کې د دولت عوایـد متکي دي د خلکـو څخـه د‬
‫مالیـاتو پـه راټولولـو بانـدې‪ ،‬خـو پـه ځینـو هیوادونـو کې د دولت عوایـد بیـا د اولیـه‬
‫موادو د استخراج څخه لکه تیل‪ ،‬ګاز او نور معدني مواد تشکیلوي‪.‬‬

‫حکومتونـه د خپلـو مختلفـو سیاسـي‪ ،‬اقتصـادي او ټولنـیزو کـارونو د ترسـره کولـو‬


‫لپـاره منـابعو تـه اړتیـا لـري‪ ،‬دا سـرچینې کیـدای شـي بشـري‪ ،‬تخـنیکي یـا مـالي وي‬
‫عامه لګښتونه د دولت له خوا د عاید د مختلفو سرچینو لخوا تمویل کیږي‪.‬‬
‫مالیـات د مهمـو او معمولـو مـالي سـرچینېو څخـه د دولت د لګښـتونو د تـأمین لپـاره‬
‫شـمیرل کـېږي او همدارنګـه د دولت د مـالي سیاسـتونو د مهمـو ابـزارو څخـه ګڼـل‬
‫کېږي‪.‬‬

‫دولت د مالیـاتو پـه وسـیله کـوالی شـي چې ډیـر رفـاهي او ټولنـیز خـدمات خلکـو تـه‬
‫وړانـدې کـړي‪ ،‬او ډیریـو اقتصـادي او ټولنـیزو جریانـاتو تـه حـرکت ورکـړي‪ .‬دولتونـه‬
‫معمـوًال کوښـښ کـوي چې د خپـل لګښـتونه د مالیـاتو څخـه چې یـو بالعوضـه ورکـړه ده‬
‫تأمین کړي‪.‬‬
‫‪:‬د دولت عایداتي سرچینې‬

‫دولتونـه د خپـل عـادی او انکشـافی مصـارفو د تمویـل لپـاره معمـوًال دوه ډولـه عوایـد‬
‫لری چی عبارت دی له‪:‬‬

‫‪ .1‬مالیاتی عواید‬
‫‪ .2‬غیر مالیاتی عواید‬
‫‪ .1‬مالیاتی عواید‪:‬‬
‫په دې کې مالیـات او د هغې ډولونـه شـامل دي‪ ،‬او دا د دولت د لګښـتونو د تمویـل یـوه‬
‫لـه م ـهمـو الرو څخـه ګڼـل کـیـږي ـمالیـاتي ـعوایـد مخـتلـف ډوـلونـه لـرـی ـمګـر د ـپخوانیـو‬
‫طبقـه ـبنـدی پـه اسـاس مـالیـاـت پـه مسـتقیمـ او ـغـیر مسـتقیـم ډولـونـو بانـدي ـتقسـیمـ شـوی‬
‫دی‪.‬‬
‫مسـتقيم ماليات‪ :‬هغـه ماليات دي چې مـالي مـودي او مـالي حامـل يو شـخص وي يعـنې‬
‫ماـليه ورکـوونکىـ او ماليه زغمـونکى ـيو کس ـوي يا مسـتـقيم ـماليه هغـ ـه مالـيه ده ـچې‬
‫ت پـه ـاسـاسـ اخـيسـت ـل کـيږـي‪ ،‬ـلکـه د‬
‫د اشخـاصـو ـڅخـ ـه ـپـه ـ ـمسـتقـيم ډـول د ـفعـاليت اـو ملکي ـ‬
‫معاش‪ ،‬ځمکی‪ ،‬د عوايدو ماليه او داسی نور‪.‬‬
‫غیر مسـتقیم مالیـات‪ :‬هغـه ماليات دي چې مـالي مـودي او مـالي حامـل یی يو شـخص‬
‫ص څخـه نـه اـخیسـتل‬ ‫ي ديو شـخ ـ‬ ‫نـه وي دا ـد هغـه ډول مـاليات ـو څخـ ـه عبـارت دي چ ـ‬
‫کيږي‪.‬لکه‪-:‬گمرکي محصوالت او داسی نور‪.‬‬
‫‪:‬غیر مالیاتی عواید ‪2-‬‬
‫د دولتونـو پـه غـیر مالیـاتي عوایـد کي پـه عمـده توګـه هغـه عوایـد شـامل دي چې‬
‫حکومتونـه یې د اقتصـادي فعـالیتونو څخـه راټولـوي‪ ،‬دا عوایـد د دولتونـو لخـوا د‬
‫خـدماتو لـه پلـور څخـه السـته راوړي او یـا هم هغـه عوایـد د چی د لويو دولـتی پانګـه‬
‫اچونو څخه ترالسته کیږی شامل دي‪.‬‬

‫غیر مالیاتی عواید زیات ډولونه لری چه عمده يی په الندی شکل دی‪:‬‬
‫د مـالي چـارو او عامـه لګښـتونو د قـانون د درېیم څـپرکي د نهمې مـادې لـه مخې چې پـه‬
‫‪ ۱۳۹۳‬هجــريـ لمـریــز کـال کـې نافــذ دی‪ ،‬ـد افغـان دولت ـد عـایـد ســرچینېـ چې لـه تحصـیلـ‬
‫وروسته په عامه شتمنیو بدلېږي‪ ،‬په الندې ډول دي‪.‬‬
‫‪.1‬د قانون له مخې د دولت له خوا وضع شوی مالیه‪.‬‬
‫‪ .2‬هغه لګښتی حق الزحمه چی دولتی ادارو له خوا د قانون مطابق وضع او حاصل کیږی‪.‬‬
‫‪.3‬د دولتي ادارو په واسطه ترالسه شوي رسیدونه او ټکټانه‪.‬‬
‫‪.4‬د دولتي تصدیو څخه ترالسه شوی ګټه او نوری ورکړی‪.‬‬
‫‪ .5‬هغه عایدات چې د دولتي ادارو لخوا د دولتي ملکیتونو له پلور یا کرایې څخه ترالسه‬
‫کیږي‪.‬‬
‫‪.6‬د راډیو د فریکونسیو د حقوقو‪ ،‬د طبیعی سرچینو د پلټنی یا ګټی اخیستلو او معنوی‬
‫شتمنیو په شمول د دولتی ادارو تر کنترول الندی حقوقو له پلورنی یا اجاره څخه ترالسه‬
‫شوی عواید‪.‬‬
‫‪ .7‬دولتي حق الامتیازات‬

‫‪ .8‬له نقدی جریمو‪ ،‬زیان له جبران‪ ،‬دشتمنیو له ضبط او مصادره‪ ،‬د مدنی دعواوو له‬
‫محصول څخه السته راغلی عواید چه دولت ته ورکول کیږي‪.‬‬

‫‪ .9‬بی عوضه مرسته او هغه عواید چه دولت پوری اړه لری‪.‬‬

‫‪ .10‬دولتي پورونه‬

‫‪ .11‬پورونو پوری اړوند پولی لیږدونی چه دولتی ادارو د قانون مطابق اخیستی وي‪.‬‬

‫‪ .12‬د ملي او بین المللي ارزښتناکه اسنادو د صادرولو څخه ترالسه شوي عواید‪.‬‬
‫پایله‬

‫په دې سیمینار کې پوه شوو چې مالیه یوازې د عامه لګښتونو د تمویل سرچینه نه‬
‫ده‪ ،‬بلکې د دې لګښتونو د تمویل لپاره نورې سرچینې هم شته‪.‬‬

‫که څــه هم دوی د مالیــاتو پــه څــیر الزمي نــدي‪ ،‬دوی د اړتیــا پــه وخت کې خــورا‬
‫اغیزمـنی دي‪ ،‬پـه ځـانګړې توګـه کلـه چې حکـومت د مـالي سـتونزو سـره مخ وي‪،‬‬
‫ځینې وختونه د خپلو شتمنیو په پلورلو سره خپلی مالي اړتیاوې پوره کوي‪.‬‬
‫سرچینی‪:‬‬

‫همدرد‪ ،‬نیاز محمد ‪ ،1395 ،‬مالی حقوق او بودجه‪ ،‬یار خپرندویه ټولنه‬

‫دودیال‪ ،‬محمد بشیر‪ ، 1392 ،‬مالی چارو بنسټونه‪ ،‬ګودر خپرندویه ټولنه‬

‫د عدليه وزارت‪ ،‬د مالي چارو او عامه لګښتونو د اداره کولو قانون‪ ،‬رسمي جريده‬
‫(‪ )۸۶۵‬ګڼه‪۱۳۸۴ ،‬کال‪.‬‬

‫حقايقی‪ ،‬عبد هللا‪ )۱۳۸۰( ،‬د بودجه سياست‪ ،‬بهير مطبعه‪ ،‬کابل‪.‬‬

‫‪https://sao.gov.af/sites/default/files/2019-08.pdf‬‬
‫له توجه څخه مو نړی مننه‬

You might also like